پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ډیورنډ کرښې په اړه د اروپايي پارلمان د مرستیال پر خبرو د کارپوهانو غبرګون: دا لومړی ځل دی چې اروپایانو ډیورنډ کرښه ناروا او مصنوعي وبلله

د ډیورنډ کرښې په اړه د اروپايي پارلمان د مرستیال پر خبرو د کارپوهانو غبرګون: دا لومړی ځل دی چې اروپایانو ډیورنډ کرښه ناروا او مصنوعي وبلله

همدا اوس یې ښه وخت دی چې له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې مساله حل او له دغه هېواد سره د افغانستان رسمي پوله له سره وکښل شي

د اروپايي چارواکي د غوښتنې هرکلی کوو، افغان حکومت، روڼ اندو او ولس ته په کار ده په دې اړه نړیوال ذهنیتونه همکارۍ ته وهڅوي

ریچارډ چارنسکي ویلي، لوېدیځ باید پر ډیورنډ کرښې له سره کتنه وکړي، د افغانستان تاریخي حق دې پر ځای او سرحدونه دې خپل اصلي ځای ته ولاړ شي

کابل – د چارو کارپوهان د ډیورنډ کرښې په اړه د اروپايي پارلمان د مرستیال ریچارډ چارنسکي غوښتنه پر ځای بولي او وایي، دا لومړی ځل دی چې اروپایانو ډیورنډ کرښه ناروا او مصنوعي وبلله.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه غرزي خواخوږي له ویسا سره په خبرو کې د ریچارډ چارنسکي د څرګندونو د هرکلي ترڅنګ وویل، اوس افغان حکومت، روڼ اندو او ولس ته په کار ده چې دغه مساله د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او اسلامي کنفرانس کې مطرح او په دې اړه نړیوال ذهنیتونه همکارۍ ته اماده کړي، ترڅو د ده په خبره ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مېشتو پښتنو او بلوڅانو حق بېرته اعاده شي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، همدا اوس یې ښه وخت دی چې له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې مساله حل او له دغه هېواد سره د افغانستان رسمي پوله له سره وکښل شي، ځکه اوس په افغانستان کې هم امریکایان او هم اروپایان موجود دي او له دې هېواد سره امنیتي تړونونه هم لري. نوموړي زیاته کړه، په دې کار سره به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ترهګرۍ مرکزونه له منځه ولاړ شي، په افغانستان کې به اوسنۍ شخړه حل او بېرته به د احمد شاه بابا د وخت جغرافیا را خپله شي. د ځلاند په وینا، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مرسته وکړي. د اروپايي پارلمان مرستیال رئيس ریچارډ چارنسکي وړمه ورځ په یوه مقاله کې لیکلي، باید لوېدیځ پر ډیورنډ کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پر ځای کړي.

چارنسکي ویلي، د تروریزم د پایته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.

نوموړي زیاته کړې، په کار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پر اساس پخوانۍ پوله احیا کړي؛ بلوڅ او پښتانه چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یو ځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

چارنسکي وایي، پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورنډ کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي. د اروپايي پارلمان مرستیال زیاتوي، پاکستان د ډیورنډ کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړی دی.

ریچارډ چارنسکي همدارنګه وایي: “په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې وروسته پاتې پرېښودل شوې، د هغوی قبیلې یې له یو بل سره ښکېلې کړې او د سختدریځۍ او افراطیت د ودې زمینه یې پکې برابره کړې ده، څو اسلام اباد په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.”

د نوموړي په خبره، د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډیورنډ کرښې له منلو انکار کړی دی. ریچارډ چارنسکي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سیم او دېوال جوړول او د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له لوري ډزې د یادې کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلو ځلو دوام بولي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *