سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / دوستم او عطاء د ايتلاف جوړولو هڅه کوي

دوستم او عطاء د ايتلاف جوړولو هڅه کوي

که عطاء محمد نور له عبدالرشید دوستم سره ايتلاف جوړوي، نو معنا يې دا ده چې د ارګ او نور مذاکرات بې پایلې شوې دي(د چارو شنونکي)

كابل – جنبش ګوند وايي چې د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطاء محمد نور له دوستم سره د لیدو غوښتنه کړې ده. ازادي راډيو د جنبش ګوند د وياند بشیر احمد تینج له قوله ويلي، دغه ناسته به ډېر ژر ترسره شي او ښايي عبدالرشید دوستم او عطاء محمد نور یو ايتلاف رامنځته کړي. په ورته وخت کې عطاء محمد نور له دوستم سره د ليدو غوښتنه نه ده کړې، خو د نور او دوستم پلويان هڅې کوي، څو دواړه سره وګوري. د دوستم او نور ترمنځ د ايتلاف د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستيو کې د دواړو اړيکې ترينګلې شوې او په يو شمېر ولايتونو کې يې د پلويانو ترمنځ وسلې والې نښتې هم شوې دي. عطاء محمد نور چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د حکومت د اجرائیه رئیس ډاكټر عبدالله ملاتړی و، تېر کال یې له عبدالله سره سیاسي پرېکون اعلان کړ او له ولسمشر غني سره يې اوږده مذاکرات درلودل. نور ته نېږدې کسانو اجرائیه رئیس یو ناتوانه کس بللی و او ویلي يې و چې عطاء محمد نور د جمعیت ګوند د برخې د اخېستلو په موخه له ولسمشر سره خبرې پیل کړې دي. که څه هم ارګ او د نور پلوي جميعتيان د ارګ له مذاکراتو خوښ وو، خو د چارو شنونکي اوس په دې باور دي چې که نور له دوستم سره ايتلاف جوړوي، نو معنا يې دا ده چې د ارګ او نور مذاکرات بې پایلې شوې دي.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم: حکومت د امریکا په حمایې ډیموکراسي له مینځه وړي

مظاهرې او اعتراضونه د خلکو حق دی، په چاودنو او ډزو د معترضینو وژل د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *