یکشنبه , اګست 20 2017
تازه
کور‌پاڼه / خبرونه / د امريكا د ملي امنيت سلاكار مک ماسټر: د امريکا نوې پاليسي په افغانستان او پاکستان دواړو كې پلې کېږي

د امريكا د ملي امنيت سلاكار مک ماسټر: د امريکا نوې پاليسي په افغانستان او پاکستان دواړو كې پلې کېږي

ټرمپ چې له خپلو بهرنيو سفرونو راستون شي، افغانستان ته به د نورو سرتېرو د استولو په تړاو پرېکړه وکړي

واشنګټن – د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر ويلي، د ډونالډ ټرمپ اداره پر يوې پاليسۍ کار کوي چې په افغانستان او پاکستان دواړو كې به پلې شي. ماسټر زياته کړې چې دغه پاليسي به ژر اعلان شي.

دا لومړی ځل دی چې په نوې پاليسۍ کې له افغانستان سره د پاکستان نوم اخيستل کېږي، وړاندې فکر کېده چې نوې پاليسي يوازې د افغانستان لپاره جوړېږي. امریکا افغانستان ته د نورو پوځيانو پر استولو غور کوي. مک ماسټر په دې تړاو سپينې ماڼۍ کې اوونيز خبري کنفرانس ته ويلي، هغه مهال چې ټرمپ له خپلو بهرنيو سفرونو راستون شي، نو افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په تړاو به پرېکړه وکړي. ټرمپ په نږدې راتلونکې خپل لومړنی سفر له سعودي عربستان نه پيلوي.

اوس په افغانستان کې نږدې اته نيم زره امريکايي پوځيان مېشت دي. د روان زېږديز کال په لومړيو کې امريکايي جنرال نيکولسن له حکومت نه د نورو زرګونو پوځيانو د ورلېږلو غوښتنه کړې وه چې تراوسه د ټرمپ حکومت د دغو زرګونو پوځيانو د استولو په تړاو پرېکړه نه ده کړې. ښايي د روانې زېږديز مياشتې په وروستيو د استول کېدونکو پوځيان شمېر مالوم شي.

دا وګورئ

د امریکا د ویټرنز ټوډې رسنۍ اجرائیه مسوول جېمز ډین: د افغانستان هیرویین د امریکا سیاسي کمپاینونه او د دغه هېواد د جګړو لګښتونه تمویلوي

  د امریکا پوځي ماموریت د افغانستان د اپیمو تولید پراخ او ازاد کړی او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *