دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / په تمدنونو کې د دوه اړخیزو زده کړو له لارې د خلکو ترمنځ د اړیکو وده

په تمدنونو کې د دوه اړخیزو زده کړو له لارې د خلکو ترمنځ د اړیکو وده

لیکوال: شیونګ چینګیو

د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۴ کال کې د یونسکو په مرکزي دفتر کې وویل، تمدنونه د راکړې ورکړې او متقابلو زده کړو له لارې لا پسې بډایه شوي او غوړېدلي دي. د نوموړي په وینا، دغې راکړې ورکړې او متقابلو زده کړو دا راز د بشریت په پرمختګ، نړیوالې سولې او وده کې مهم رول لوبولی دی. د بشریت تاریخ کې په نړیوال کلتور کې د انسانانو ترمنځ د جغرافیې، اقلیم، تاریخ او د تولیداتو او ژوندانه د څرنګوالي په څېر بېلابېل فکټورونه سره شریک شوي دي. په تېرو زرګونو کلونو کې چې ژوندانه له کوچي او کروندګرې بڼې څخه تر اوسنۍ انجنيرۍ، چاپي او ګرځنده انټرنېټي بڼې بدلون کړی، د اړیکو له لارې له یو بل څخه ګڼ کلتورونه زده شوي دي. په تېرو څه باندې دوو زریزو کې د اروپا – اسیا په کچه خواریکښو او زړورو خلکو د متفاوتو کلتورونو باوجود د سوداګرۍ او په خپلو کې د اړیکو او راکړې ورکړې په موخه ګڼ لارې او کوتلونه کشف کړي دي.

یونسکو د چین او لوېدیز ترمنځ د کلتورونو پېچلې تبادلې باندې ځانګړی تمرکز کړی دی. دا اداره هڅه کوي چې ګڼوالي ته وده ورکړي او د اروپا – اسیا ګډ میراثونه په ګوته کړي. دا هڅې د یوه کمربند یوه سړک د نوښت په اډانه کې پر پراخو ترسره کېدونکو کارونو فشار راوړي چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه او بډاینه کې مرسته وکړي. د تمدنونو ترمنځ راکړه ورکړه او متقابل پوهاوی، کلتوري ځانګړنو او مشترکاتو ته وده ورکوي. د ورېښمو لارو له څلورو سترو تمدنونو چې لرغونی هند، مصر، بابل او چین پکې شامل دي، تېرېږي. د ورېښمو لار د درېیو سترو دینونو اسلام، مسیحیت او بودیزم تر پوښښ لاندې وه او په اوږدو کې یې ګڼو قومي کلتورونو په سوله ییزه توګه ګډ ژوند کاوه.

د نیل دره، د دجلې او فرات سیندونو ترمنځ تقاطع، آباسین، ګنګا سیند، د یانځي سیند او دغه راز ژېړ سیند ټول د بشریت د تمدنونو زانګوګانې دي. د ورېښمو لار په اوږدو کې له ختیزه تر لوېدیزه نږدې هره فلسفه، ارزښت او کلتور له تمدنونو او دینونو سره ژورې ریښې لري. چین، قزاقستان او قرغزستان په ګډه په ۲۰۱۴ کال کې په ګډه له مرکزي چین څخه نیولې تر مرکزي اسیا پورې د ۵۰۰۰ کیلو مټره په اوږدو د ورېښمو لار شبکې پر رغولو لاس پورې کړ چې «د ورېښمو لار: د چانګ ان-تیانشان د لارو د شبکې کاریډور» په نوم پېژندل کېږي او د نوي نړیوال میراث په توګه به ثبت شي.

یونسکو د ورېښمو لار په اوږدو کې د چین او ګڼو نورو پرتو کلتورونو ترمنځ ګډ سوله ییز ژوندانه او د سوکالۍ لپاره شریکو هڅو ته په کتو سره، دا سیمه په خپل «انسان او بیوسفر» پروګرام کې شامله کړې ده. د ورېښمو د لار تاریخ موږ ته په پرانيستې او مدغمه توګه په ګډه د بېلابېلو تمدنونو د غوړېدا کیسه کوي. دلته دینونه د خپلو ځانګړنو ترڅنګ د مباحثې لارې نیولې او خلکو د اړیکو او راکړې ورکړې له لارې له ګډې سوکالۍ خوند اخیستی.

خو په اوسني عصر کې د کلتوري شخړو، د چاپېریال د تخریب، جګړو، طبیعي پېښو او د شتمنو او نېستمنو ترمنځ د پراخېدونکي واټن په څېر عوامل د بشري ټولنې د پرمختګ په مقابل كې خنډ ګرځېدلی دی. د دغو ستونزو د حل او د شخړو د هواري لپاره جدي اړتیا ده چې د کلتوري ځانګړنو او تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې رامنځته شي.

د چین حکومت د «په ګډه د ورېښمو لار د اقتصادي کمربند او ۲۱مه پېړۍ کې د ورېښمو د سمندري لار د رغولو لپاره د لرلید او عمل» سند کې چې په ۲۰۱۵ کال کې خپور شوی، د تمدنونو ترمنځ د زغم د دفاع، د بېلابېلو هېوادونو او تمدنونو لخوا د پرمختګ لپاره غوره شویو لارو چارو ته د درناوي او دغه راز د خپلمنځي مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

چین د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ د متقابلو زده کړو او ارتباطاتو په اهدافو د پوهېدو په موخه له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د نړیوالو سازمانو ترمنځ د څو اړخیزو خبرو اترو په ګډون د متقابلو زده کړو، د حکومتي ادارو ترمنځ دوه اړخیزو خبرو، د بېلابېلو اکاډمیکو ډلو ترمنځ مذاکراتو او د دینونو ترمنځ سوله ییزو ارتباطاتو ته وده ورکړي.

موثرې او ګټورې اړیکې پرانيستې غېږ او د یو بل منلو ته اړتیا لري او دا بیا د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د ګډ سوله ییز ژوندانه او متقابلې سوکالۍ لامل ګرځي. د تمدنونو ترمنځ متقابل پوهای دغه راز د ازادو او بشپړوونکو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په وسیله پراختیا مومي.

د تاریخ په اوږدو کې د ورېښمو له لارې په تېرېدونکو سوداګریزو توکو کې یوازې ورېښم نه، بلکې چای، لوښي، ادویه جات، صنایع، سره زر او مسي لوښي هم شامل وو.

دغه سوداګریز توکي له بډایه کلتوري ارزښت څخه برخمن دي.

له (۱۲۷۱-۱۳۶۸) پورې د یوان له منځته راتګ وړاندې، په لویه کچه  کلتور د سوداګریزو توکو په بڼه له ختیز څخه لوېدیز ته معرفي شوی دی. د ساري په توګه د لرغوني روم د شاهانو او نورو مخکښو څرو لخوا د چین ورېښمو تقاضا د پام وړ ډېره وه. د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د ختیز او لوېدیز ترمنځ د متقابلو زده کړو، د افکارو د ادغام او د چارچلند شریکېدو ته هم زمینه برابره کړې ده. څنګه چې چیني لوښي او ورېښم اورپا ته رسېدل، داسې له اروپا څخه هم سره زر، مسي لوښي او د چارمغزو، مرچکو او ګازرو په څېر کرنیز محصولات د ورېښمو له لارې چین ته لېږدول کېدل.

اوس د کمربند او سړک نوښت د نړۍ د څو قطبي والي، د اقتصاد د نړیوال کېدو، د کلتور د تنوع او د معلوماتو د شریکېدو څرنګوالی تاییدوي. چین هیله لري چې په اوسني عصر کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د دودېدو د بهیر ترڅنګ، د تمدنونو ترمنځ د راکړې ورکړې او متقابلو زده کړو په موخه او دغه راز د سوداګرۍ د نویو اصولو او نوي نړیوال نظم لپاره نوې لارې چارې رامخته کړي.

کمربند او سړک پروګرام د راتلونکې لپاره د تاريخي ميراث، کلتوري راکړې ورکړې، د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو او  نوښت نوې لار ده. د قناعت وړ مادي او بډایه فرهنګي ژوند او دغه راز د عادي خلکو عامه ګټې د اوسنیو تمدنونو ګډې موخې دي.

متقابل ګټور پرمختګ له اقتصادي او ټولنیزې رغونې سرچینه اخلي. د راتلونکې لپاره د نوي ژوند لاره په متقابل باور، اړیکو، ارتباطاتو، متقابلو زده کړو، ګډو ګټو او شریکې سوکالۍ کې نغښتې ده. مناسبه راتلونکې د ژوندانه د هر ډګر خلکو ته دا فرصت برابروي چې په خوشالۍ، سوله او هوساینې کې ژوند وکړي.

چین د لرغوني تاریخ او پراخ حاکمیت درلودونکى هېواد دی. دغه هېواد په تېرو څو لسیزو کې د چټکې اقتصادي ودې شاهد دی. د چین خلک د یوه کمربند یوه سړک په اوږدو کې د پرتو هېوادونو وګړو ته په ورین تندي ښه راغلاست وايي چې د دوی د چټک پرمختګ اورګاډي ته ورسره پورته شي او په شریکه د یوې سوله ییزې نړۍ او نږدو خپلمنځي اړیکو په رامنځته کولو کې ورسره کار وکړي. د چین موخه دا ده چې د خلکو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ د یوه نوي ټولنیز نظم چوکاټ رامنځته او نړۍ لا پسې سوکاله او همغږې کړي.

دا وګورئ

د چین وده د نړۍ د اقتصاد مرستندویه

چن قیقینګ په ۲۰۱۲ کال کې د چین د کمونیست ګوند له اتلسمې ملي کنګرې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *