پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / هېواد زموږ؛ د برخليك پرېكړې يې د ټرمپ پر مېز!!

هېواد زموږ؛ د برخليك پرېكړې يې د ټرمپ پر مېز!!

د لوېديزو رسنيو په قول د ټرمپ پوځي ټيم له لوري د افغانستان په اړه د نوې تګلارې طرحه د امريكا د ولسمشر ټرمپ پر مېز پرته ده، په قوي احتمال به ټرمپ افغانستان ته بيا پوځونه راواستوي او جنګي ماموريت به يې له سره پيل شي. البته د امريكا جنګي ماموريت تراوسه پورې د يوې شېبې لپاره هم نه دى درېدلى، خو دلته مطلب د هغو رسمي اعلانونو څخه دى چې امريكا خپل جنګي ماموريت له سره پيلوي.

په دې اړه څو ټكي د پام وړ دي:

لومړى دا چې افغان حكومت تراوسه پورې په زغرده د امريكا د پوځونو د زياتولو او يا نه زياتولو په باب هېڅ نظر نه دى وركړى. د چوپتيا لامل يې همدا دى چې دوى په دې اړه نه خپل نظر لري او نه د لومړيتوب واك، خو د ملي شورا ځينې غړي او يو شمېر د نظر خاوندان بيا د امريكا د پوځونو زياتېدل د جګړې د لا زور اخيستو سبب ګڼي. واقعيت هم دا دى چې امريكايي پوځيان خو د مېلې لپاره نه راځي، طبيعي ده چې جګړې به ورسره زور واخلي، ځينې كسان چې د طالبانو برياؤ وارخطا كړي په دې نظر دي چې امريكايي پوځيان به د طالبانو د لا پرمختګ مخه ونيسي او د دولتي حاكميت ساحه به نوره نه وړوكې كېږي.

خو واقعيت دا دى چې د بهرنيو پوځونو زياتېدل كه د لنډې مودې لپاره د اوسني حكومت كاواكه پښې يو څه را تم كولاى شي، خو زيانونه يې هېواد ته څو چنده درانه او زيات دي. لومړى دا چې د سولې پروسه به يو ځل بيا شاته ولوېږي او افغانان به د پردۍ جګړې په اور كې لا زيات قرباني وركوي.

دوهم زموږ امنيتي ځواكونه به بيا هم همداسې كمزوري او محتاج پاتې وي. كله چې بهرني پوځونه كمېږي د دوى پر اوږو به د هېواد د امنيت ساتلو بوج ډېر دروند وي او بيا به د نويو غميزو د تكرار شاهدان وو. اوس چې حكومت په دې اړه چوپ دى، د ملي شورا، سياسي ګوندونو او ائتلافونو دا مسووليت دى چې له احساساتي څرګندونو تېر شي. پر دې مساله دې مسوولانه او جدي غونډې جوړې كړي. له حكومته دې په كلكه وغواړي چې د خپل هېواد برخليك دې د پرديو رحم او كرم ته نه پرېږدي. آيا دا ډېره شرمناكه نه ده چې هېواد زموږ دى، د جګړې او سولې پرېكړې يې د امريكا د ولسمشر او د ده د جنګي ټيم لخوا كېږي، دغه مساله د هېواد له برخليك سره تړلې، ځكه خو كه زموږ سياسيون او ملي شورا چې ډېر لږ اعتبار ورپاتې دى چوپ پاتې كېږي او يا په كوم نيم اعتراض خپل مسووليت ادا بولي. دا يې يوازې له ولس سره نه بلكې له خپلو ځانونو سره هم لويه جفا ده. هېواد مو سوكه سوكه د پرديو د وحشتونو پر ډګر بدلېږي او موږ په رډو رډو ورته ګورو، آيا د ايمان او وطندوستۍ معنا همدا ده؟!

دا وګورئ

يو هېواد، دوه متضاد تصويرونه!

زموږ په رسنيو كې معمولاً د ټولنې دوه تصويرونه چې يو له بل سره متضاد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *