سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / يو جدي بدلون، كه نه نو د غميزو انتظار!

يو جدي بدلون، كه نه نو د غميزو انتظار!

په ټوله كې زموږ ولس نن په لويو بدمرغيو كې راښكېل دى. د امنيتي وضعې خرابېدل د همدغو ټولو ستونزو يوه پايله ده، دلته اساسي ستونزه دا ده چې دولت په ټوله كې د ولس د گټو په خونديتابه كې پاتې راغلى، دا چې هم بهرنيان او هم د ولسمشر په شمول په خپله افغانان د امنيتي ځواكونو د ضعف، په مشرتابه كې بې كفايتي او په فساد كې ښكېلتيا ومني، د دوى په باب به د ولس ذهنيت څه وي. په روانه وضعه كې خطرناك ټكى دا دى چې په ستونزو كې ښكېل دولت ورو ورو په وضعه كنټرول له لاسه وركوي، ځكه چې هره شېبه د هېواد په هر ګوټ كې د كومې بدمرغۍ د پېښېدو احتمال دى.

يوه ورځ زيباك سقوط وي، بله ورځ قلعه زال ته خبره رسېدلې وي، بله ورځ په هلمند كې كومه غميزه جوړه وي… كله چارواكي د سپين بولدك د جګړې په څېر له پاكستان سره لاس او ګرېوان وي. كله بيا د حكومت دننه كوم نوى درز راغلى وي او رسنۍ پرې بوختي وي. بله ورځ په سرپل كې د نامعلومو الوتكو د كېناستلو ډنډوره راپورته وي.

له چارواكيو نه لاره او ګودر ورك دي، يو لامل يې دا دى چې له دوى سره له پيله نه د وضعې د كنټرول وړتيا شته او نه اراده، كه اراده واى بايد ډېر پخوا د دې شړېدلي حالت چاره شوې واى. چارواكي متاسفانه يا د روانې خطرناكې وضعې له درك او فهم نه ناتوانه دي او يا د ولسي جرګې د غړي مولوى رحماني په قول په لويه كچه د روانو بدمرغيو له طراحانو سره په معامله كې شريك دي، ځكه خو ورو ورو ولس ترې نهيلى كېږي.

دا اوس چې د هېواد په شمال كې كومه وضعه ده، هره شېبه د كومې لويې غميزې د پېښېدو انتظار كېداى شي. خبره د يو دوو ولسواليو د سقوط نه ده، دومره ساده هم هېڅكله نه ده چې د امنيتي ارګانونو ويندويان يې يادوي. له بدخشان تر فاريابه ټوله سيمه د خپلو او پرديو، ياغي او رسمي وسله والو ډلو نه ډكه ده، سرپل د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړې پر تاوده ډګر د بدلېدو په حال كې دى، د كندز، تخار او بدخشان پر وضعه حكومت تر ټولو ښه پوهېږي چې په يو ډول د نويو بدمرغيو لمنې ته د ورلوېدو په حال كې دي.

په لنډو ټكيو كې كه دلته په مركز كې د وضعې په اړه جدي ګامونه اوچت نشي اساسي بدلونونه رانشي ښايي لويې غميزې مو په انتظار وي. د هېواد د برخليك، بقا او سالميت خبره مطرح ده.

دا وګورئ

لعنت په داسې ډيموكراسي!

خبره پر دې نه ده چې پدرام او ډله يې څه ډول نظريات لري، څه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *