پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / بدې وړاندوېينې، چاره څه ده؟

بدې وړاندوېينې، چاره څه ده؟

د امريكا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډانيل كاټس يو ځل بيا د افغانستان په اړه د خطرناكې راتلونكې خبره كړې ده، معمولاً له تېرو څو كلونو راهيسې په افغانستان كې هغه څه پېښېږي چې امريكايي چارواكي يې مخكې وړاندوېينې كوي.

دا چې امريكا په افغانستان كې پوځي اډې لري، استخباراتي ادارې يې دلته فعالې دي، د دوى چارواكي چې كوم ګواښ كوي معنا يې دا ده چې هغوى خپل راتلونكي پروګرامونه اعلانوي.

نن له بده شامته په ټوله معنا لوبه د دوى په واك كې ده، آن  تر دې چې اوس د افغان حكومت په نامه چې كوم تركيب پر افغان ولس تپل شوى دوى ټول په يوه بڼه د همدې لويې پروژې برخه دي. كه داسې نه واى د يوه امريكايي چارواكي له دغسې په اصطلاح وړاندوېينې سره بايد په ارګ كې يو توپان را اوچت واى، سفير او د امريكايي ځواكونو قوماندان د وضاحت لپاره راغوښتل شوي واى. امريكا چې په افغانستان كې پوځي اډې لري، ولې بيا هم زموږ راتلونكى كال د تېر په پرتله نور هم له تورتمونو او ماتمونو ډك وي؟

دا چې لږ تر لږه له ۲۰۱۲ څخه تر ننه هغه ټولې وړاندوېينې او له ګواښه ډكې څرګندونې ريښتيا شوې دي چې امريكايي او په ټوله كې لوېديزوالو چارواكيو كړې، بيا د ستراتېژيكو او امنيتي تړونونو افاديت زموږ ولس ته څه دى؟

دغه پوښتنه ځكه مهمه ده چې د امريكا اردليانو او پخپله امريكايي چارواكيو همدغه استدلال كاوه چې امنيتي تړون او يا ستراتېژيك تړونونه د افغانستان د امنيت او اقتصاد لپاره لومړى ضرورت دي.

اوس د ملي شورا، علماؤ، استادانو او سياسي كړيو يو دروند ازمويښت دى چې دوى د هېواد د راتلونكې په اړه مسوولانه دريځ غوره كوي او كه نه د غميزو انتظار كوي؟

د ملي شورا په دواړو مجلسونو كې څو ځله د امنيتي تړون په اړه پوښتنې راپورته شوې، اعتراضونه وشول او آن د تړون د لغوه كولو غږ اوچت شو. خو د يوه اعتراض او يوه مخالف نظر تر بريده خبره هماغسې پاتې شوه.

دې ته اړتيا ده چې له امريكا سره د امنيتي تړون مساله په اصولي ډول د بيا كتنې لپاره راپورته شي، پر دې اصولي بحثونه وشي، زيانونه يې په مستنده توګه په ګوته شي او بيا د ملي ګټو په رڼا كې داسې ګامونه اوچت شي چې يا له روانو وحشتونو نه ولس وژغورل شي او يا د امنيتي تړون له لعنته ولس بېغمه شي چې هم پرې ذليل شوو او هم په ماتم كې ډوب يوو.

دا وګورئ

يو هېواد، دوه متضاد تصويرونه!

زموږ په رسنيو كې معمولاً د ټولنې دوه تصويرونه چې يو له بل سره متضاد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *