سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / طنز / ړنګول – رنګول، يوه ډرامه چې ترننه روانه ده!

ړنګول – رنګول، يوه ډرامه چې ترننه روانه ده!

افغانستان له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د توپان پر اوږو سپور دى، پروسې دي چې يو پر بل پسې پكې د توپان د څپو په څېر اوړي را اوړي، پيل يې له سرې بړبوكۍ نه ؤ، او بيا نو هر څه ياغي او شغالي شول، افغانان دې تېرو څلورو لسيزو ته چې هر نظر ګوري، بهرنيان يې بيا په دوو برخو كې تعريفوي.

يوه يې د ړنګولو چې د ۲۰۰۱ ز د سپتمبر تر پېښو پورې را رسېږي او بله يې بيا د رغولو چې تر ننه روانه ده او بېلا بېل پړاوونه يې وهلي دي.

پر ړنګولو او ورانولو به يې څه ويل تكراري وي. هېوادوال ډېر ښه پوهېږي چې د هېواد په ورانولو كې د چا لاس ؤ. خو هېوادوال پر دې حيران خامخا دي چې د ړنګولو او رغولو زياتره كركټرونه بېل نه دي. معنا دا چې هغه د ړنګولو د پروسې ډېر سر لاري او نوماند ياران د رغولو د بهير سرلاري هم دي… په دې كې يې څوك شك هم نه لري چې په كابل، خليج او په لرې او نږدې ډېرو هېوادونو كې د دوى د ارجمندانو لپاره د رغونې ډېرې بېلګې لري… خو عام ولس بيا په دې كې بد ګومان څه چې باوري دى چې كه د ړنګولو او رغولو د بهير ياران سره بېل نه دي، پروژې يې هم يو شى دي يوازې په نوم كې يې لږ ترپير دى. ولس په دې باور دى چې اصلاً د ړنګولو او رغولو خبره هم نه ده، وروستۍ يې يوازې د رنګولو ده، د كابل سركونه يې ښه سارى دى چې هرې څو مياشتې وروسته، لږ د قير رنګ پرې تېر شي او ژورې يې په خاورو او ريګونو ور ډكې شي! بيا نو د ړنګولو او رنګولو ترمنځ يوازې د ړ او ر توپير شو. اصلاً د پرون او نن ترمنځ يو هغه ژور توپير دا ؤ چې پرون د افغانانو زياته برخه د هېواد د تاريخ او هويت د دفاع په مورچل كې ولاړ وو. نيت سم ؤ، خو د رقيب او قريب د پېژندلو ستونزې هر څه پر بله واړول، د جهاد او سپېڅلې جګړې پايله وراني، بربادي او ړنګول راووتل….

هغه د پردې تر شا د قريب او رقيب لوبه پرون هم وه او نن هم. هغه لويې خبرې به پرېږدو چې د اچين لوى بم بدې اغېزې به زموږ پر ولس تر څومره كلونو وي!!

د رغولو بهير ته يې پام شئ. د دې بهير پايله له دې نه ښه احساسولاى شو چې نړيوالو راته په قلات كې د «ښځو حمام» جوړاوه. دا چې حمام د زابل د ښځو لپاره تر څومره لومړيتوبونو وروسته دى، افغانان ښه پرې پوهېږي…

په دې وروستيو كې د ښاروالى چارواكيو ويلي چې يوه اداره د كابل ښار بڼه بدلوي، ويل كېږي چې د ولسمشر مېرمن «رولا غني» په دغه رنګين نوښت شريكه ده، د كابل د غونډيو پر اوږو د خامو كورونو د رنګولو پروګرام لري. كټ مټ د قلات د ښځو د حمام كيسه ده. خو د كابل د خټينو كورونو ظاهري رنګ به تر څو شپو د تبليغاتي كمپاين لپاره ښه سرليك وي،رنګين ديوالونه به يو تصوير وړاندې كوي، خو تر شا اوسيدونكي به يې د يوه څاښت مړې كېډې په ارمان وي. دا چې هغه د زمري په بڼه د رنګ شوي شغال كيسه به له يوه باران سره تكرارېږي، بېله خبره ده، خو موخه هماغه ده، كيسه يوه ده او لوبه له تېرو ۴۰ كلونو راهيسې هماغه زړه ده، ړنګول او رنګول هم هسې د يوه توري توپير دى. مفهوم يې يو دى، د مظلوم افغان پر سر د خپلو او پرديو نامردانه ملنډې او بس.!!

دا وګورئ

متولی اعظم در بیانیۀ رهنمودی اش: جنگ از شما، سلاح از ما!

سوریا [جناب «ترمپت» متولی اعظم معبد مرکزی آمون بزرگ که برای امضای یک قراردار تسلیحاتی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *