دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د حراست او ثبات شورا: د افغانستان د روان بحران د حل لپاره دې لویې جرګه را وغوښتل شي

د حراست او ثبات شورا: د افغانستان د روان بحران د حل لپاره دې لویې جرګه را وغوښتل شي

حکومت پر ناسم مسير روان دی او که خپل لوری تغير نه کړي، ښايي بحران نور هم زيات شي

يو شمېر هېوادونو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ ته مخه کړې، خو دغه کار د دوی په زيان تمامېدای شي

کابل – د حراست او ثبات شورا وايي، يو شمېر هېوادونو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ ته مخه کړې، خو دغه کار د دوی په زيان تمامېدای شي.

د دې شورا رئيس عبدرب الرسول سياف د غوايي اتمې نېټې او د مجاهدينو د بريا ۲۵م تلين لمانځلو په هدف رابلل شوې غونډې ته د وينا پر مهال وویل، د پاکستان په شمول د سيمې يو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې له تېرو تجربو په ګټې اخيستو سره، د وسله والو طالبانو د تمويل له لارې خپل اهدف تعقيب کړي.

سياف وايي چې د ملي يووالي حکومت د هر اړخيز وضعيت خرابوالي له کبله له بحران سره مخ دی او که خپل مسير تغير نه کړي، ښايي دغه بحران يې د پايښت په زيان تمام شي.

په ورته مهال د حراست او ثبات شورا مرستيال محمد يونس قانوني د ملي يووالي حکومت د خلکو نارضايتۍ کچې ډېروالي ته په بې تفاوتۍ تورنوي، نوموړی وايي چې د حکومت ياده بې تفاوتي د اوسني خراب وضعيت د دوام سبب کېدای شي.

خو سياسي ګوندونه او د دې شورا ځينې نور غړي ټينګار کوي چې حکومت دې له اوسني بحران نه د راوتو په هدف ولس ته مراجعه وکړي او د لويې جرګې په دايرولو سره دې د اوسني وضعيت جامع حل لاره پيدا کړي.

خو د شورا مرستيال محمد عمر داودزی بيا د سياسي جريانونو پر يووالي ټينګار کوي، نوموړی زياتوي چې د وضعيت په تړاو د سياسي جريانونو واحد نظر کولی شي چې د حکومت ناسم مسير تغير کړي.

د حراست او ثبات شورا له لوري د لويې جرګې پر رابللو دغه ټينګار داسې مهال دی چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په هېواد کې روان وضعيت اندېښمنوونکی بللی او د حل په هدف يې د لويې جرګې پر رابللو ټينګار کړی دی.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *