سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / طنز / خاصې ورځې

خاصې ورځې

زموږ عامې ورځې چې پر ولس هر ډول تېرېږي، تېرېږي به. خاصې ورځې بيا خاصې وي، رنګ او بڼه يې بدله وي، د چارواكيو په لاپو شاپو او غوړو خبرو بدرګه كېږي او همدا يې مالګه او مرچ وي. د جهاد د بري په وياړ په غونډو كې، هغوى چې پر «جهاد» معتقد هم نه دي د جهاد او مجاهد پر ستاينو خولې شړپوي. اوس هم په جهاد بوخت يو…، دا به پرېږدو چې د پرديو پر مټ له خپلو سره د مرګونو په لوبه كيوتي يو دا به څومره د جهاد په تعريف كې راځي، سبا ته به د تاريخ قضاوت څه وي، د مرغومي پر شپږمه، د پرديو پوځونو تر سيوري لاندې د پرديو يرغل غندو، او د سلواغې پر ۱۶مه يې هماغسې د ماتې او رسوايۍ رجزونه تكراروو.

نن د كارګر نړيواله ورځ ده، د كار او ټولنيزو چارو وزارت چارواكي ادعا كوي چې په هېواد كې ۶ سلنه وزګارتيا كمه شوې!

دا نو د ارقامو لوبه ده، انتر منتر چوف! وزګارتيا كمه شوې واه واه! خو پر دې يې څوك فكر كوي چې دغه سلنه پرون څو وه چې نن شپږ سلنه را ټيټه  شوې، بيا دا څوك پوښتي چې وزګار ځوانان دې د سوريې او يمن جګړو ته تللي، كه د يونان په اوبو كې ډوب شول، كه د اروپايي هېوادونو د كډوالو په كمپونو كې وراسته شول؟ هغه بل كورنى اړخ يې تر دې هم ځوروونكى، چې څومره يې په پوډرو بوخت دي چې نور د كارموندنې له خياله تېر دي، څومره دې دواړو اړخونو ته د جګړې ليكو ته لاړل!! دا هره ورځ چې د جګړو وژل شوي شمېرو څوك دي!!

ما ته په پاكستان كې د هجرت وختونه را ياد شي، هغه مهال چې بې نظير بوټو صدراعظمه وه، زموږ د خلقيانو په څېر د دوى شعار هم كور، كالي، ډوډۍ ؤ، د بې وزلۍ ( غربت) د ختمولو شعار د بې نظيرې تكيه كلام ؤ. يوه ليكوال د دې پر دغه تكيه كلام وليكل چې بې نظير بوټو غربت (بې وزلي) نه بلكې غريبان ختموي.

زموږ د يارانو پر دغه ادعا چې بېكاري او وزګارتيا شپږ سلنه را ټيټه شوې، همدغه خبره صدق كوي چې اصلاً له وزګارو ځوانانو څخه شپږ سلنه نور د كار او روزګار د غوښتنې له كتاره لوېدلي دي. دا چې څومره يې د مديترانې سمندرګي د كبانو خوراك دي، څومره يې د نېشې او جګړې بدمرغې نړۍ ته لويدلي او څومره په سوريه كې،…. دا حساب كتاب ډېر ګران دى، خو په خاصو ورځو كې د يارانو قلقلې، لاپې، غوړي ژمنې او رجزونه هماغسې تاوده روان دي، آن لا دا چې څومره د ولس رنځونه، محروميتونه او نهيلۍ زياتېږي په هماغه كچه د يارانو كش او فش، د موټرو كتارونه، لاپې او قلقلې زور اخلي،  غواړي معنوي تشه په مادي ځلبل كې پټه كړي. څومره چې عام ولس له ژونده نهيلى كېږي، هومره مو په ارقامو كې د يوې جنتې نړۍ تصويرونه زيات ځلېږي…. د دې كاذب چاپېريال پايله به څه وي؟ په ځواب يې هم شونډې سوځي او هم قلمونه!!

دا وګورئ

متولی اعظم در بیانیۀ رهنمودی اش: جنگ از شما، سلاح از ما!

سوریا [جناب «ترمپت» متولی اعظم معبد مرکزی آمون بزرگ که برای امضای یک قراردار تسلیحاتی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *