دوشنبه , اکتوبر 23 2017

بمبارد

لیلا خُرم

ساه ګانې بندې دي، اسمان چپه دى

د خاورو لوټو پر سپېره خزانه

څو سويې پاڼې د قرآن پرتې دي

لوخړې هرې خوا ته هسكې دي نڅېږي د سلګيو په ساز

نن بيا بمبارد شوى دى

د بشري حقوقو

د ساتندويه هېوادونو له خوا

پر هغه سيمه چې هغوى يې استوګن،

ښايي بشر نه ګڼي.

دا وګورئ

د ګټو جنګ

شف شف ولسمشر غني په ډېر هنر انقرې ائتلاف ته ځواب وركړ، د ده ځواب ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *