یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / سایبري بريدونه څومره جدي دي؟

سایبري بريدونه څومره جدي دي؟

محمد شفيع

منبع: بي بي سي

سایبري بريدونه اوس د جنګ او ګڼو زیانونو اړولو پر یوې کم لګښته او آسانه لارې بدل شوي دي. په نننۍ نړۍ کې نږدې هېڅ هېواد له سایبري بريدونو خوندي نه دی.

سایبري حملې چې د کمپیوټري پوهې په وسيله د رسمي یا غیر رسمي ارګانونو او خلکو له خوا ترسره کېږي، د یوه شخص د بانکي کارډ د معلوماتو له غلا څخه نیولې بیا د اوبو د لویو بندونو او حتی د اټومي، د میزایلو د دستګاو تر کنټروله پورې پرمخ تللې دي.

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۴مه د امريکا د پلټنو فډرالي ادارې (اف ‌بي ‌آی) له خوا اووه ایرانیان د امریکا پر مالي سیسټم او د اوبو د یوه بند د (هک) کولو له لامله د هغه کسانو په لېست کې شامل شول چې امريکا يې لټون کوي.

د امریکا د قضايي چارواکو له خوا د تېرې پنجشنبې په ورځ دا اووه تنه ایرانیان د امریکا پر ۵۰ مالي موسسو او د نیویارک بند د کمپويټري سيسټم پر هک کولو تورن شوي .

د امریکا لویې څارنوالۍ، لورتا لینچ، په دې اړه ويلي: “دا د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، د دې سایبري بريدونو له لامله دې مالي ادارو ته په میلیونونو ډالرو زیان رسېدلی دی”.

په ۲۰۱۵ کال کې چیني هکرانو د امریکايي نظاميانو شخصي معلوماتو سیسټم هک کړ، په دې کال کې د ويروس ضد (انټي ویروس) مشهور شرکت کاسپرسکی هم د هکرانو له خوا هک شوى و.

هر کال دا ډول په زرګونو پېښې ترسره کېږي، دې ډول بريدونو وضعه دومره پېچلې کړې ده چې آن د نړۍ د لویو اقتصادي ځواکونو ترمنځ يې خبره ناندریو او د اړیکو تر خرابۍ رسولې.

د څېړنو له مخې د افرادو او کمپنيو لخوا امریکا او چین کې د يو او بل پر ګټو سایبري حملې ترسره شوې يا يې هڅه شوې ده، چې دا کار د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا سبب هم شوى دى. له همدې امله و، چې د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې کله چې د چین ولسمشر، شي ‌جین پينګ امریکا ته سفر وکړ، نو په لومړي ځل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سایبري بريدونو د مخنیوي په اړه ګډ تړون لاسلیک شو.

دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی تړون دی. شي‌ جین پينګ په دې اړه وویل: “د سوداګریزو رازونو سایبري‌غلا او د دولتونو د شبکو هک‌ کول جرم دى، لازمه ده، د اړونده نړیوالو قوانینو له مخې یې په ګډه مخه ونیول شي”.

د سایبري بريدونو د مخنیوي په موخه په ۲۰۱۴ کال كې د امریکا او انګلستان او له دې نه وړاندې په ۲۰۱۳ کال كې د امریکا او هند ترمنځ هم د سایبري همکارۍ ګډ فورم رامنځته شو. د سايبري بريدونو ګواښ ته په کتو سره دا ډول فورمونه د ګڼو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي دي.

د سايبري بريدونو په تړاو څېړنه کوونکو ادارو Hewlett-Packard او HP-Ponemon د يو ګډ راپور پر بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې د سایبري جرمونو له امله د نړۍ اقتصاد ته مالي زیان (۷.۷) ميلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی. اټکل شوی، چې دا شمېره به په راتلونکو کلونو کې لا هم لوړېږي.

سایبري بريدونه پر مختلفو ادارو لکه بانکونو، فابریکو او کمپنیو، سیاسي او امنیتي بنسټونو، پوهنتونونو او ساینسي بنسټونو، هوايي لیکو، اورګاډو او ټرافیکي سیسټمونو، د اوبو بندونو، كرنيزو پېچليو سیسټمونو او په ګڼو نورو ډیجیټل سنبالو ارګانونو باندې ترسره کېږي.

دا چې په افغانستان کې هم ادارې په کمپیوټري سیسټمونو سنبال دي، لازمه ده، چې د سایبري بريدونو او جرمونو د مخنیوي په موخه سر له اوسه فکر وشي.

ټولې هغه ادارې که دولتي او یا غیر دولتي دي، باید هڅه وکړي، چې د خپلو معلوماتي او کمپیوټري سیسټمونو او شبکو د خوندي کولو لپاره د سایبري بريدونو د مخنیوي په موخه یوه هر اړخیزه ستراتیژي ولري.

افغان دولت ته په کار دي، چې د سایبري جرمونو د قوانینو د جوړولو کار ته وروستۍ بڼه ورکړي.

افغانستان باید شته سوداګریزو شرکتونو، موسسو، امنیتي او ستراتيژیکو ادارو لپاره د سټنډرډ او لوړ امنیت لرونکو سیسټمونو د جوړولو په موخه یو لړ سټنډرډ کوډونه وټاکي، چې د هغې له مخې یادې ادارې خپلې شبکې، معلوماتي او کمپیوټري سیسټمونه جوړ کړي. دغه راز د سايبري بريدونو په تړاو د عامو خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو لپاره رسنۍ باید د دې ډول بريدونو او جرمونو اړوند خپله ونډه واخلي.

دا وګورئ

د ښاغلي كرزي نوې او پر ځاى اندېښنه!

ف، فايض په هېواد كې د امريكا او ناټو بې حد و حصره حضور بې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *