سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / عبدالكريم خُرم له ويسا سره په لنډه مركه كې: د بمونو مور د استعمال د توجېه لپاره شايد امريكا د چارصد بستر غوندې بل بريد ترسره كړي

عبدالكريم خُرم له ويسا سره په لنډه مركه كې: د بمونو مور د استعمال د توجېه لپاره شايد امريكا د چارصد بستر غوندې بل بريد ترسره كړي

پر سردار داود خان روغتون بريد ستر جنايت و چې د اچين بم ته يې ذهنونه آماده كول

ځينې سياسي جنجالونه، لكه د احمد ضياء مسعود ګوښه كول هم د اچين د بمبارۍ د هېرولو لپاره كارول كېږي

(كابل+ويسا) د پخواني ولسمشر د دفتر رئيس عبدالكريم خُرم ويسا ته په يوه لنډه مركه كې وويل: “د بمونو مور په اچين باندې استعمالول يو وحشيانه عمل و چې مختلف اهداف يې تعقيبول: له يوې خوا امريكا خپله دغه خطرناكه وسله د لومړي ځل لپاره د جنګ په واقعي ميدان كې استعمال كړه چې و ازمويل شي، له بله پلوه لكه چې د امريكا د جمهور رئيس مرستيال وايي شمالي كوريا ته يې پرې پيغام وركړ او له بل لوري يې د مسكو د سولې غونډه پرې سبوتاژ كول غوښتل.” عبدالكريم خُرم د دغه بم استعمالولو په وړاندې د ګڼ شمېر افغانانو خصوصاً د پخواني ولسمشر حامد كرزي توند مخالف غبرګون ته په اشارې وايي: “اوس اوس په ټولنيزو رسنيو كې د چارصد بستر روغتون د جنايت عكسونه د امريكا د استخدام شويو كسانو لخوا خپرېږي، چون پر سردار محمد داود خان روغتون بريد يو غير انساني او وحشيانه عمل و چې په عجيبه توګه د خلكو په ذهنونو كې كېناست او د اچين د بمبارۍ لپاره يې ذهني زمينه برابره كړه. نو اوس چې د بمونو مور د استعمال په وړاندې منفي غبرګونونه په زياتېدو دي، ډېر امكان لري چې د چارصد بستر تر بريد زيات وحشيانه عمل ترسره شي او په كابل يا بل ولايت كې د داعش په نوم پر ملكي خلكو عمليات ترسره شي چې عامه اذهان د بمونو مور استعمالول ومني.”

عبدالكريم خُرم ځينو وروستيو سياسي لانجو ته په اشارې وويل چې سياسي شخړې لكه د احمد ضياء مسعود ګوښه كول هم كولاى شي د اچين له بمبارۍ ذهنونه بل لوري ته منحرف كړي او خلك په دغو پېښو مصروف وساتل شي.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم: حکومت د امریکا په حمایې ډیموکراسي له مینځه وړي

مظاهرې او اعتراضونه د خلکو حق دی، په چاودنو او ډزو د معترضینو وژل د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *