دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / امریکا: په اچین کې د بمونو مور غورځولو هدف شمالي کوریا ته پیغام ورکول دي

امریکا: په اچین کې د بمونو مور غورځولو هدف شمالي کوریا ته پیغام ورکول دي

په افغانستان او سوریه کې زموږ بل کوم خاص هدف نه و، غوښتل مو شمالي کوریا ته دا پیغام ورکړو چې امریکا هر څه کولی او په هر اقدام لاس پورې کولی شي

امریکا په اچین کې د دې بم له کارونې څو مهم هدفونه درلودل چې له هغو یې یو هم خپلو سیالانو ته د پوځي ځواک ښودل و(د ملي شورا غړي)

کابل – د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس چې دا مهال د شمال کوریا ګاونډیو او رقیبو هېوادونو ته په سفر تللی وایي چې په افغانستان او سوریه کې یې له وروستیو بریدونو یوازینۍ موخه شمالي کوریا ته د پیغام ورکول و.

نوموړی زیاتوي: “شمالي کوریا دې ځان کنټرول کړي که نه د امریکا له سختو بریدونو سره به مخ شي. په افغانستان او سوریه کې زموږ بل کوم خاص هدف نه و، غوښتل مو شمالي کوریا ته دا پیغام ورکړو چې امریکا هر څه کولی او په هر اقدام لاس پورې کولی شي.”

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي په مکرر ډول وایي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم د کارونې غوښتنه دوی کړې وه چې د داعش پر مهمو مرکزونو ترسره شي، خو اوس امریکا وایي، له دې بریده یې هدف بل څه و.

د امریکا مرستیال ولسمشر چې دا مهال په جاپان کې دی، یو ځل بیا یې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی چې اټومي وسلې به یې تر ځمکې لاندې له مینځه یوسي.

د ملي شورا غړي هم وایي چې امریکا په اچین کې د دې بم له کارونې څو مهم هدفونه درلودل چې له هغو یې یو هم خپلو سیالانو د پوځي ځواک ښودل و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې دمخه پخواني ولسمشر او د ملي شورا غړو په مکرر ډول ویلي چې امریکا غواړي افغانستان د خپلو وسلو په ازمېښت ځای او همدارنګه له خپلو سیالانو سره د نیابتي جګړې په ډګر بدل کړي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *