یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین: بهرني مرسته کوونکي يوازې د ټاکنو د تمويل تشې ژمنې کوي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین: بهرني مرسته کوونکي يوازې د ټاکنو د تمويل تشې ژمنې کوي

د ټاکنيزو حوزو طرحه هم له تېرو دوو مياشتو راهيسې د وزيرانو شورا په غونډه کې تصويبېدو ته په تمه ده

کابل – د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین د راتلونکو ټاکنو د لګښتونو د نه درلودلو له امله اندېښنه لري او وايي چې تراوسه هېڅ بهرنی مرسته کوونکی د دې لګښتونو چمتو کولو ته نه دی چمتو شوی. دوی زیاتوي چې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره کلکه اراده لري، خو د بودیجې نه شتون هغه څه دي چې د دوی چارې يې له خنډ سره مخ کړې دي. د یاد کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد وايي چې بهرني مرسته کوونکي د ټاکنو د بودیجې د چمتو کولو ژمنې کوي، خو عملاً يې د اقدام څرک نه لګي. د نوموړي په وینا، د ټاکنيزو حوزو طرحه هم له تېرو دوو مياشتو راهيسې د وزيرانو شورا په غونډه کې تصويبېدو ته په تمه ده. د اساسي قانون پر اساس بايد د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۴ لمریز کال په پسرلي کې ترسره شوې وای، خو دا کار په ټاکنيزو سيسټمونو کې د اړينو اصلاحاتو د راتلو په پلمه تر دې دمه ځنډېدلی دی.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *