شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د جګړې ضد خوځښت: امریکا په اچین کې د استعمال شوي بم سیمه محاصره کړې ده

د جګړې ضد خوځښت: امریکا په اچین کې د استعمال شوي بم سیمه محاصره کړې ده

د دې برید له استعماله پنځه ورځې اوړي، خو لا هم امریکايي ځواکونه سیمې ته هېڅ افغان چارواکي او خبریال ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې

امریکا باید د ترهګرو پر اصلي مرکزونو چې په پاکستان کې دي بریدونه وکړي او پر دې هېواد دې فشارونه زیات کړي

کابل – د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له لوري د شوي بمي برید سیمه لا هم محاصره ده او هېڅ افغان خبریال او افغان امنیتي سرتېرو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د جګړې ضد خوځښت په نوم جریان د امریکا له لوري له دې بمي برید پر استفادې نیوکې کوي او وايي چې د دې برید له استعماله پنځه ورځې اوړي، خو لا هم امریکايي ځواکونو سیمې ته هېڅ افغان چارواکي او خبریال ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

دغه جریان زیاتوي چې امریکا افغانستان د خپلو وسلو د ازمېښت په لابراتوار بدل کړی دی.

دوی داعش جنګیالي په خپله د امریکا پروژه بولي او وايي، که امریکا د دې او نورو ترهګرو ډلو پرخلاف ریښتینې مبارزه کوي، باید پر اصلي مرکزونو یې چې په پاکستان کې دي، بریدونه وکړي او پر دغه هېواد دې فشارونه زیات کړي.

بل پلو دوی وايي چې په افغانستان کې د امریکا له لوري د تر ټولو ستر بم استعمال په دې هېواد کې د سترو قدرتونو رقابت ته لار اواروي او په اړه یې د افغان حکومت ناسم سیاستونه دغه هېواد په دویمه سوریه بدلولای شي.

د جګړې ضد دغه جریان همداراز د سولې په برخه کې د حکومت سیاستونه مبهم بولي او زیاتوي چې یو شمېر حکومتي کړۍ د سولې په مقابل کې خنډ دي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *