یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په پغمان کې ډله ییز قبر موندل شوی

په پغمان کې ډله ییز قبر موندل شوی

په دې اړه پلټنې کوو او وروسته به یې معلومات له خلکو سره شریک کړو(امنیتي چارواکي)

کابل – د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وړمه ورځ یې په دې ولسوالۍ کې یو ډله ییز قبر موندلی دی. د دوی په وینا، په دغه قبر کې اته تنه خښ شوي دي، خو د دغې ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، په دې اړه پلټنې کوي او وروسته به یې معلومات له خلکو سره شریک کړي. سیمه اوس کلابنده ده او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. د پغمان ولسوال له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې ده چې دلته یو ډله ییز قبر موندل شوی دی. تراوسه دا نه ده معلومه چې دغه قبر په کومې دورې پورې اړه لري، خو ځايي چارواکي وايي، په اړه یې پلټنې روانې دي.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *