دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د هلمند چارواکي: د ناوې ولسوالۍ د نيولو په عملياتو کې پرمختګ شوی

د هلمند چارواکي: د ناوې ولسوالۍ د نيولو په عملياتو کې پرمختګ شوی

په دې عملیاتو کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت هوايي ځواکونه د افغان پوځيانو ملاتړ کوي

لښکرګاه – د هلمند سيمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د نیولو لپاره یې په روانو عملیاتو کې لس کیلو مټره سیمه بېرته له خپلو وسله والو مخالفینو څخه نیولې ده. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، ياد نظامي عملیات درې ورځې وړاندې د لښکرګاه له امنیتي کمربند څخه پيل شوي او د ناوې ولسوالۍ تر ټولو هغو سیمو پورې به دوام پیدا کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو قوماندانانو يې د نیولو پلان ترتیب کړی دی. ځواک زياتوي چې په دې عملیاتو کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت هوايي ځواکونه د افغان پوځيانو ملاتړ کوي. د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې تراوسه د ۱۵ وسله والو پر وژل کېدو سربېره، دوو افغان پوځيانو ته د سر زيان اوښتی او ۶ تنه نور ټپيان دي. ناوه د لښکرګاه په سويل کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې د دولت له حاکميت څخه بهر ده. وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ د عملیاتو په اړه تراوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *