پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / غني او عبدالله ته د اچين تر بم دروند سپكاوى

غني او عبدالله ته د اچين تر بم دروند سپكاوى

زموږ ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست پر اچين د امريكا تر ټولو د ستر بم غورځول تائيد كړل، وې ويل چې دوى په جريان كې وو او په اصطلاح دا د دوى په سلا او مشوره ترسره شوى بريد دى.

د دوى استدلال دا دى چې ګواكې داعشيان په نښه شول او اوس يې امريكايان شمېر ۹۶ تنه يادوي.

خو د امريكا مرستيال ولسمشر مايك پنس په زغرده وويل چې پر سوريې او افغانستان د دوى د بريدونو يوازينۍ موخه شمالي كوريا ته پيغام وركول وو.

د دې معنا دا ده چې نه په افغانستان كې دوى څوك ليدل چې خبره ورسره شريكه كړي او نه په سوريه كې، نه افغانستان د يوه خپلواك هېواد په توګه مني او نه سوريه، سوريه به پرېږدو چې له بشارالاسد سره خو هسې هم د امريكا دښمني وه، راځو خپل هېواد  افغانستان ته، پر افغانستان چې څومره ستر بم وكارول شو دا اصلاً غني او عبدالله ته تر هغه بم ستر سپكاوى و. واقعيت دا دى چې زموږ پر هېواد د امريكا له پوځي يرغل څخه تر ننه واشنګټن دلته خپلې موخې پالي، كه يې له افغان حكومت سره كومې مرستې كړې هغه يې هم په داسې برخو او داسې لاسونو كړې چې د افغان ولس لومړيتوبونه پكې له پامه لوېدلي وي او يوه داسې فاسده مافيا راوټوكوي چې تل د واشنګټن حكم ته لاس په نامه وي. امريكا افغانستان ته د يوه خپلواك هېواد په سترګه نه دي كتلي او هڅه يې كړې چې زموږ دولتي نظام داسې بسيا او په خپلو پښو ونه درېږي چې پرديو ته محتاج نه وي، په سياسي نظام كې لاسوهنې او له پخواني ولسمشر حامد كرزي سره يې د دښمنۍ تر بريده مخالفتونه ښكاره بېلګې دي.كه څه هم پخواني ولسمشر حامد كرزي او څو د ګوتو په شمار څېرو د امريكا او نړيوالې ټولنې د دغه ښكېلاكي مزاج پرخلاف دريځ غوره كړ، عام ولس كه هر څومره له دغه دريځ سره موافق و، خو امريكا خپل كار كړى و. دوى خپلې لاسپوڅې رسنۍ او بېلابېلې ادارې درلودې، د همدغو رسنيو پراخ پروپاګند او د دوى د اردليانو خوشخدمتي پر دې را څرخېده چې امريكا د افغانستان دوست او ملاتړى هېواد دى، دوى د افغانستان خاورې ته هېڅ اړتيا نه لري په افغانستان كې څه دي چې امريكا دې سترګې پرې ښخې كړې وي!!

دا هغه پوچ استدلال و چې د غلام ذهنه څېرو له خولې په هر سياسي محفل كې تكرارېده.

له امريكا سره امنيتي تړون په ډېره بېړه لاسليك شو، نويو واك ته رسېدليو د جان كېري حق نمك ادا كړ، خو دا دى امريكا له همدومره خلوص سره پر دوى هم رحم نه كوي، د امريكا د مرستيال ولسمشر دغه خبره چې پر سوريې او افغانستان د دوى بريدونه شمالي كوريا ته يو پيغام و.

دا اصلاً اشرف غني او عبدالله ته پر مخ د څپېړې په معنا ده، د امريكا له نظره افغانستان د دوى د خطرناكو وسلو د ازمويلو او د دوى د سياسي او پوځي تجربو ځاى دى.

دوى كه كوريا وېروي نو مرګونى بم پر افغانستان غورځوي، دلته د اشرف غني، عبدالله، اتمر او د دوى د نورو يارانو ځاى چېرته دى؟ آيا دوى دا شهامت لري چې د امريكا د مرستيال ولسمشر د دغه ستر سپكاوي ځواب وركړي؟ ځواب روښانه دى، هېڅكله هم نه! ځكه دوى له بده مرغه دغه سپكاوى احساسولاى نشي.

دا وګورئ

زموږ پر هېواد د پرديو د شوم سيوري شومې پايلې

د بلخ د والي د شخصي ساتونكيو لخوا د بلخ د هوايي ډګر كلابندي او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *