دوشنبه , اکتوبر 23 2017

د مرګي مور

په اچين كې د وحشي امريكا له لوري د «بمونو مور» د اچولو په وير

ليلا خرم

د مرګي مور مو د ژوندون په مور را پريوتله

دلته د ژوند پر ځمكه

ازميښت ځاى دى د مرګونو، برباديو، وينو

د ابليسانو دې غورځنګ د بېوسيو پر غمجنه سيمه

زموږ د ژوند مور ده مړه شوې، ژوندون مړ شو، ژوند مړ كېږي لا هم

د مرګي مور د لاندې

غرونه ټپي شول، بوټي مړه شول، تيږې ماتې شولې

د ځنګلونو ونې

په ملاو ماتې شولې، وسولې، ايرې ايرې شوې

د مرګ د مور درنه تنه ده پريوتلې پر پراخه سيمه

لاسونه پښې يې اوږده شوي د ژوندون تر حده

ګوره د ژوند مورګي مو

سا اخيستلى نشي

خپلې دا ستړې غم ځېلې سترګې

بيا غړولى نشي

درزا د زړه يې اوريدلى نشي

په ياد يې ندي چې ژوندې وه كله

د مرګ د مور د تن فشار احساسولى نشي

څومره درنه پرته ده

د ژوند پر خواره مورګۍ

د ژوند د مور د كوچنيانو سا وتلې ده اوس

غر يې مړ شوى، سيمه مړه ده بوټي كاڼي مړه دي

د مرګي مور خوځېږي

زړه يې نڅا ته كېږي

بس د ژوندون د مور د مړه جسد چينجى دى راوتلى

چې ژوندى پاتې دي

او د ژوندون پر دې بې روحه تن اخته دى

غټوى ځانونه

دا وګورئ

د ګټو جنګ

شف شف ولسمشر غني په ډېر هنر انقرې ائتلاف ته ځواب وركړ، د ده ځواب ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *