یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د دوستۍ او يووالي امريكايي تعريف

د دوستۍ او يووالي امريكايي تعريف

پر اچين د امريكا تر ټولو ستر بم د غورځو لو په هنګامو كې د امريكا د ملي امنيت سلاكار جنرال مك مستر كابل ته راغى او په ارګ كې سرې غالۍ ورته وغوړول شوې، د ډپلوماټيك عرف خلاف د ولسمشر او صدراعظم په توګه هركلى ورته وشو.

له تكراري ناستو او خبرو وروسته د امريكا د ملي امنيت سلاكار دغه خبره په دولتي او امريكايي رسنيو كې ډېره توده راغبرګه شوه چې:

افغانستان د امريكا د باور وړ دوست او متحد دى!!

د جنرال مك مستر دغه خبره ريښتيا ده، خو د دوستۍ او يووالي له يوه بېل تعريف سره، په بله معنا له امريكايي تعريف سره.

په كوم هېواد كې چې د ملي امنيت سلاكار ته د ولسمشر پروتوكول وركړاى شي، سرې غالۍ ورته وغوړول شي، د هغه هېواد چارواكي د يوه تاريخي وحشت تائيد وكړي، پر خپلو ملي ګټو او ملي غرور پښې كېږدي، د داسې هېواد د چارواكيو په اتحاد ا و دوستۍ به ولې اعتماد نه كوي؟

خو زموږ ولس به تر كومه په شاتو كې زهر خوري؟ تر كومه به موږ پر خپل ولس امريكايي وحشتونو ته لاسونه پړكوو؟ تر كومه به په يوه او بل نامه پروژې جوړېږي او بيا به د هغو د ځپلو په نامه د خپل ولس له انسان تر خاورې هوا او اوبو، پر قربانۍ او بربادۍ چوپ وو او د دې لويې بدمرغې لوبې اصلي لوبغاړو ته به مو خولې جينګې نيولې وي؟!

راځئ د ۲۰۰۱ ز د اكتوبر له اوومې تر ننه د امريكا او نړيوالې ټولنې ژمنې د خپل ولس له ارمانونو سره پرتله كړو، څومره هغه ژمنې ترسره شوې او څومره زموږ د ولس ارمانونه ترسره شوي دي؟

امريكا چې كله د ۲۰۰۱ د اكتوبر پر اوومه پر افغانستان بمبارۍ پيل كړې د هېواد په ډېرو برخو كې پر ناچاودلو بمونو په انګريزى ژبه په لويو توريو ليكل شوي وو: (له مينې سره)

له دې انكار نشي كېداى چې امريكا او اروپايي هېوادونو په تېرو ۱۷ كلونو كې له افغانستان سره په ملياردونو ډالرو مرستې هم كړې، په ظاهري بڼه زموږ اوسنى پلازمينه او لوى ښارونه د ۲۰۰۱ ز څخه له مخكې حالت سره هېڅ د پرتلنې وړ نه دي، په ډېرو برخو كې ډېر لوى پرمختګونه شوي دي، خو دلته دوه ټكي ډېر د پام وړ دي:

۱- جګړې او بدامنۍ دوام وكړ او امريكا ونه غوښتل چې سوله راشي، ځكه دوى په سيمه كې نور اهداف لري، امنيتي تړون او پوځي اډې د همدې لپاره دوى غوښتې چې اوس يې لاسته راوړې. د جګړې پايته رسېدل زموږ د ولس تر ټولو ستر ارمان دى، واقعيت دا دى چې عام ولس مو له جګړې نه زيانمن دى، او خاصې كړۍ د امريكا له مادي مرستو څخه برخمنې دي. دې وضعې زموږ په ولس كې په بېلابېلو نومونو تعصب او اختلاف ته زمينه برابره كړه.

۲- سياسي ثبات ټينګ نه شو، د دې پايله دا ده چې دغه ظاهري پرمختګونه هره شېبه د بربادۍ له ګواښ سره مخ شي. امريكا په افغانستان كې پخپلو پښو ولاړ او پر خپلو مټو متكي حكومت او زعامت نشو زغملاى، دوى ته د دوستۍ او دښمنۍ معيار همدغه دى، پخوانى ولسمشر حامد كرزى پر هغو دريځونو دوى د دښمنۍ پر ليكه ودراوه چې د دوى د وحشتونو په وړاندې يې نيولي وو. پر اوسني حكومت د مك مستر اعتماد د همدې لپاره دى، چې دوى د خپل ولس پر وژلو او ځپلو چوپ او آن خوښ دي.

 

دا وګورئ

وروستي فرصتونه چې بايد ضايع نشي!

له اوږده انتظار وروسته پرون د حزب اسلامي مشر انجنير حكمتيار په لغمان كې خبري ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *