سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / «د بمونو مور» مخالف او موافق دريځونه

«د بمونو مور» مخالف او موافق دريځونه

ف، فايض

افغانستان دا څلور لسيزي كېږي چې پر سره تبۍ اوړي را اوړي، يو ځل د مزدورو او خداى دښمنه كمونستانو كودتا او ورپسې د روسي لښكرو تاړاك چې څوارلس كاله زموږ ولس د كمونيزم په سره تناره كې لولپه شو او بيا ورپسې په لږ زماني واټن كې د امريكايانو راتګ زموږ ولس ته غم لپاسه غم جوت شو. امريكايانو د روسانو په پرتله په افغانستان كې يو نيم چند وخت تېر كړ او معلومه نه ده چې تر كومه به دلته اوسېږي، كه چېرې جاپان، جنوبي كوريا او جرمني يا نورو هېوادو كې د امريكا د حضور تاريخ وګورو؛ نو ګومان نه كېږي چې امريكا په دومره اسانه او ژر له افغانستانه ووځي؛ ځكه دلته يې بلا ګټې دي او بيا يې په ګرده آسيا كې او ان د روسانو په شمول د سيمې د هېوادو د څار لپاره يې افغانستان د مركز په توګه ټاكلى دى. امريكا هڅه كړى چې د هغو يادو هېوادو په تناسب په كراتو يو مزدور حكومت پر افغان ولس وتپي. څومره استقلال چې د جرمني، جنوبي كوريا او جاپان مشران لري، زموږ مشران يې نه لري، موږ وليدل چې له كومې ورځې چې اشرف غني او عبدا… واك ته رسېدلي تراوسه پورې يې د امريكا د خپلسريو پر خلاف يوه كلمه هم له خولې نه، نه ده را ايستلې او همدا يې سود گڼلې چې «شيخ فريده، پټه خوله دې بهتره ده» موږ ګورو چې زموږ حكومتي مشرانو ته خپلې ګټې مهمې دى، كه چېرې پر ولس سرې سكروټې اوري، د دوى يې پرې څه، د غني بچيان په امريكا او د عبدا… بچيان په هندوستان كې ناست دي او دوى پخپله يوه په ارګ او بل په سپيدار ماڼۍ كې ډډه لګولې، كه مري ولس مري، كه بې كوره كېږي ولس بې كوره كېږي، كه فقر او بېكارۍ يې لمن ټينګه رانيولې د ولس يې رانيولې. موږ ګورو چې هغه د كمپاين د وخت غوړې غوړې وعدې د دواړو هېرې دي او هغه د پښتو لنډۍ په مصدق:

د ليونۍ حاجت پوره شو

په لاره ځي، په كاڼو ولي زيارتونه
اوس د (ع) او (غ) دواړو ارمان ورژيد، واك ته ورسېدل، مزې دي او چړچې دي، د هغوى يې نو په ولس څه!

امريكا چې افغانستان ته راتله؛ نو دا راتګ كومه آني خبره نه وه؛ بلكې دا راتګ لا له پخوا نه پلان شوى وو، امريكا پلان درلود چې اوږده موده به په افغانستان كې پاتې كېږي؛ نو د همدې لپاره يې لا د مخه بهانه جوړه كړه، لكه جنوبي كوريا ته يې چې شمالي كوريا د يوه «ببو» په حيث ساتل دى. په افغانستان كې به ترهګري تر اوږدې مودې پورې دوام لري، كله د طالب په نامه، كله د داعش په نامه او كله به په نورو نومونو. دا د امريكا ضرورت دى او دا كار به خامخا كېږي.

په ۲۴-۱-۱۳۹۶ نېټه امريكا د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په اسد خيلو سيمه خپل هغه بم وغورځاوه چې د بمونو د مور په نامه يادېږي. دا بم په ۲۰۰۲ كې اصلاً د عراق لپاره ډيزاين شوى وو چې په ۲۰۰۳ كې امريكايي پوځونه تر ۱۹۹۰ كال وروسته يو ځل بيا عراق ته ورسېدل، خو دا بم په هر دليل چې و په عراق كې استعمال نه شو او هغه د حضرت حافظ په تعبير:

«قرعه فال به نام من ديوانه زدند»

دا قرعه د افغان په نامه وخته او هغه هم بيا د پښتنو او ډيورنډ ته څېرمه سيمه. دا چې د دې يوولس ټني بم د تخريب ساحه څومره ده او هلته يې څومره زيان اړولى او منفي اغېزې به يې تر كومه دوام كوي دا نو يوه هر اړخيزه فني څېړنه غواړي؛ خو افغان دولت چې په دغسې پېښو كې يې څوك په خروار لېټۍ كې نه پوښتي پر خپلو خريلو برېتونو لاس راكاږه چې «ځوان هم په كې وو»

پښتانه وايي، په شرم دې هغه وشرمېږي چې په شرم پوهېږي.

كه چېرې زموږ پرديپالو واكمنانو شرم پېژندلى، هېڅكله به يې دا نه واى ويلي چې موږ هم په  دې شرم كې شريك يو. كه خبره د داعش د وهلو واى؛ نو لارې يې ډېرې وې؛ خو داعش بهانه ده او امريكا خپل تر ټولو لوى غير اټومي بم چې تر اوسه يې نه و ازمايلى، د افغان پر خاوره وازمايه.

د دې بم تر غورځولو وروسته د پخواني ولسمشر حامد كزري په شمول د ګڼو افغانانو غبرګونونه ډېر توند وو. ريښتيا چا ته چې خپل هېواد ګران وي پر دغسې حركتونو به يې خامخا جنون اخلي. امريكا د مومندو په سلالا كې د پاكستان پريوه پوسته بمبارد وكړ چې ۲۴ تنه يې په كې ووژل، ومو ليدل چې امريكا ته يې دومره فشار وركړ چې بالاخره يې د خپل همغه فرعونيت سره سره له پاكستانه بخښنه وغوښته، دا ځكه چې پاكستان خاوند درلود؛ خو زموږ واكمنان پخپله امريكا ته وايي چې راځه زما پر خاوره يوولس ټني بم وغورځوه. ځومره د شرم خبره!

خدايه څه شول پښتنو كې، هغه گڼ ګڼ كميسونه

چې به تلل د ننګ ډګر ته، په ګډا او اتڼو كې

ښوروه تورې كېږدۍ، ترېنه لاندې ځلميان ويښ كړه

نااشنا غوندې خلك ښكاري، د خوشحال بابا ديرو كې

زه به دلته يوه د خواشينۍ خبره وكړم او هغه دا چې يو خو متأسفانه تراوسه زموږ ملي مسايل او ملي ګټې تعريف نه شوې او بل دا چې يو شمېر متعصب مزدور او پرديپال كسان د افغانستان هرې مسألې ته له قومي زاويې نه ګوري او ډېر خو بيا لګيا دي د لوېديځ پر دسترخوان خړپېږي؛ نو له هغوى نه خو هسې ايمان او غيرت او وطنپالنې كوچ كړى، هغوى مجبور دى چې د امريكا، انګليس يا نورو ناټووالو هر ظلم او ستم په پټو سترګو تأييد كړي. زه چې دا څو ورځې په تلويزيونونو كې په ګرديو مېزونو كې ګورم، يو شمېر پر دې په غوسه دي چې پخواني ولسمشر ولې د امريكا د بمونو د مور په كارولو دومره يوټينګ اسلامي او ملي دريځ غوره كړ، بيا يې غټ دليل دا دى چې ولې د هغه د حكومت پرمهال داسې يا هسې نه كېدل؟ دا نو هغه د ملا نصرالدين په اړه مشهورې ټوكې ته پاتې كېږي چې د چا له باغه يې زردآلو راشكول، د باغ خاوند پرې راغى او ورته ويي ويل چې زردآلو ولې شكوې هغه ورته وويل چې ته دې ولې ميرمنې ته پڼې نه اخلې، د باغ خاوند ورته وويل چې د دې خبرې له هغې سره څه دي، ملا ورته وويل ولې له خبرې نه خبرې پيدا كېږي. حامد كرزى پو افغان دى دا يې حق دى چې يو اسلامي او ملي دريځ ولري؛ خو دا مسأله يواځې د كرزي مسأله نه ده، بلكې دا د ګرد افغان ملت مسأله ده. خوشحال بابا وايي چې د ننګ او بې ننګى تفاوت يا په ګز وي پا په ګام اوس هغه وخت راغلى چې غيرتي او بې غيرته به سره جلا كېږي.

دا وګورئ

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

عزيز چوپان د دوو هېوادو ترمنځ سوداګري يوه عادي خبره ده، دا سوداګري د دوو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *