یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / کارپوهان: پر اچین د امریکا بمي برید سترجنایت او نړیوالو قوانینو تر پښولاندې کول دي

کارپوهان: پر اچین د امریکا بمي برید سترجنایت او نړیوالو قوانینو تر پښولاندې کول دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دریځ تاییدوو او هغه د مظلومو افغانانو غږ بولو

دې برید او مخ په خرابېدو روان امنیتي حالت ته په کتو افغانانو ته پکاره ده چې پر کابل-واشنګټن شرموونکی امنیتي تړون له سر کتنه وکړي

کابل+ویسا –  د سیاسی چارو یوشمېر شنونکي پر اچین ولسوالۍ د امریکا له لورې د تېرې پنجشنبې د ماښام مور بم برید سترجنایت ګني او وایي چې د امریکا دغه عمل د جګړې د نړیوالو قوانینو تر پښولاندې کول دي.

جهادي او سیاسي مشر ډاکټر فاروق اعظم ویساته وویل چې د امریکا یاد برید ته هیڅ اړتیا نه وه. نوموړي زیاته کړه چې امریکا په دې برید د افغانستان ملي حاکمیت سخت زیانمن کړ. نوموړی وایي چې ښايی یو هدف یې داوه چې په دې برید خپل رقیبان او د افغانستان ګاونډیان و ویره وي.

بل پلو د سیاسي چارو کارپوه استاد فضل الهادي وزین وایي دغه برید د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او ځمکنۍ بشپرتیا ته ستر ګواښ دی. نوموړي په دې اړه له ویسا سره په خبرو کې زیاته کړه: ” د امریکا له لورې د موربم برید له سولې سره مرسته نه بلکې لاهم په هېواد کې د کړکیچ دوام ته لاره هواروي. افغانانوته پکاره ده چې پر کابل – واشنګټن امنیتي تړون له سره کتنه و کړي ځکه دغه امنیتي تړون د امنیت له ښه کولو سره هېڅ مرسته نه ده کړې.”

همدار رنګه استاد وزین د یاد برید په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دریځه ملاتړ وکړ او هغه یې د افغانانو غږ و باله. حامد کرزي ویلي:” دا یو د بشریت ضد او وحشیانه عمل وو چې په بي ګناه خاورې ترسره شو او د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړ.”

په اچین کې د کارول شوي بم په اړه لا هم معلومات نشته دي. تر اوسه پورې آزاد خبریالان سیمې ته نه دي پرېښودل شوي او د امریکا تخنیکي ټیمونه پر د بم د اثراتو پر څېړنو بوخت دي.

بل پلو ځينو سرچینو رسنیو ته دا هم ویلي و، چې بم د داعش پر اصلي مرکزونو نه دی غورځول شوی.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *