یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / پخوانی ولسمشر حامد کرزی له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې:

پخوانی ولسمشر حامد کرزی له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې:

په اچین کې د امریکا بمي برید د بشریت ضد او وحشیانه عمل و

امریکا دې افغانستان د خپلو وسلو د لابراتوار په توګه نه کاروي او له افغانانو سره دې د یوې سوله ییزې حل لارې په رامنځته کولو کې کار وکړي

که امریکا له افغانستان سره د سولې او پر مختګ په برخه کې صاقانه همکاري ونه کړي، له افغانستان څخه به د هغوی د ایستلو په اړه خپله مبارزه جاري ساتو

کابل – پخوانی ولسمشر حامدکرزی او یو شمېر نورې ډلې پر اچین ولسوالۍ د امریکاي د مور بم هوایې برید یو غیربشردوستانه او وحشیانه عمل بولي.

کرزي له الجزیره تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دا برید د افغانستان په ملي حاکمیت برید دی نو ځکه یې دی پر وړاندې ودرید.

نوموړی زیاتوي:” دا یو غیر بشریت ضد او وحشیانه عمل وو چې په بیګناه ملکی او په بي ګناه خاورې ترسره شو او د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړ.”

کرزی وایې که امریکا په ریښتیا هم صادقانه همکاري کوي او غواړي د سیمې د لویو هیوادونو په همکارۍ په افغانستان سوله راولي ستونزه نه ورسره لري خو که جګړه ته دوام ورکړي او افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي له افغانستان څخه د امریکا د ایستلو مبارزه به جاري ساتي.

کرزی د ملی یووالي حکومت مشران او د خپل وخت د کابینې ځینې غړي، چې ددغه بم استعمال یې تایید کړی، په خیانت تورنوي او وايي، د ملي یووالي حکومت څنګه کولای شي چې یو چاته په خپله خاوره د داسې یوه بم د استعمال اجازه ورکړي.

کرزی وايي، د ملي یووالي حکومت مسئولان هغه وخت له ده او د افغانستان له خلکو استازیتوب کولای شي چې د دا ډول کړنو پر ضد ودریږي او د افغانستان د ملي حاکمیت دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر له دې مخکې هم د ملي یوالي حکومت په ملي خیانت تورن کړی و او ویلي یې وو چې وروستۍ پریکړه یې داده چې افغانستان به د امریکا له ظلمه ژغوري.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *