شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / احمد ضياء مسعود له خپلې دندې ګوښه کړل شو

احمد ضياء مسعود له خپلې دندې ګوښه کړل شو

د ولسمشر له لوري د احمد ضيا د ګوښه کولو لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو هغه په دې وروستيو کې د حکومت پر کړنو ډېرې نيوکې کولې

کابل – ولسمشر غني د يوه فرمان په ترڅ کې، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې خپل ځانګړى استازى احمد ضياء مسعود؛ له دندې ګوښه کړى دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې د ياد فرمان متن خپور کړى دى.

په ياد فرمان کې راغلي، د افغانستان اساسي قانون د (٦٤) مادې د (١٣) فقرې پر بنسټ، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود ګوښه کول، منظور شول.

د ولسمشر له لوري د احمد ضيا د ګوښه کولو لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو احمدضيا مسعود په دې وروستيو کې د ملي يووالي حکومت پر کړنو ډېرې نيوکې کولې.

 

احمدضيا مسعود، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړۍ دوره کې لومړى مرستيال و، چې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره نوموړى د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه په دنده وګومارل شو، چې د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې مياشتې په لسمه نېټه يې خپلې چارې په رسمي توګه پيل کړې وې.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *