پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / امريکايانو په نوره هېوادونو کې د خپل هېواد لاسوهنې وغندلې

امريکايانو په نوره هېوادونو کې د خپل هېواد لاسوهنې وغندلې

دوی د ټرمپ پر ادارې نيوکې کولې او ځينو خو ان د امريکا پر وحشتونو د خپلې غوسې د ډاګيزولو لپاره د مړو پېښې هم وکړې

کابل- يو شمېر امريکايان په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو او په افغانستان کې يې د لوی غير اټومي بم د کارول کيدو او دغه راز د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د امريکا د لاسوهنو پر خلاف اعتراض وکړ. دوی د ټرمپ پر ادارې نيوکې کولې او ځينو خو ان د امريکا پر وحشتونو د خپلې غوسې د ډاګيزولو لپاره د مړو پېښې هم وکړې. په لاريونوالو کې يو شمېر افغاني الاصله امريکايان هم وو، چې په افغانستان کې یې د امريکا د جګړې اوږديدل وغندل. دا اعتراضونه په داسې حال کې دي چې امريکايي پوځ د تېرې پنجشنبې په ماښام د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر پټنځايونو په يوه هوايي بريد کې تر ټولو لوی غير اټومي بم وکاراوه. ګڼ شمېر سياسي مشرانو او عامو افغانانو د امريکا دا اقدام د افغانستان پر خاوره او ملي حاکميت تيری بللی او په سختو ټکو يې غندلی دی.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *