دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / پر څرګند تيري چوپتيا رښتيا هم خيانت دى!

پر څرګند تيري چوپتيا رښتيا هم خيانت دى!

په تېرو درې ورځو كې حكومتي مسوولين او د دوى اردليان دغه استدلال ډېر كوي چې ګواكې په اچين كې د امريكا لخوا تر اتومي بم وروسته د تاريخ تر ټولو پر لوى بم غورځولو اعتراض، له داعش او ترهګرو سره خواخوږي ده. دوى غواړي په دغسې بې منطقه استدلال د غميزې اصلي اړخونه پټ كړي.

هغه واقعيتونه چې ترننه پورې راښكاره شوي څه بيانوي؟

دا چې د حكومتي او امريكايي چارواكيو ادعا ده چې په اچين كې لا هم پوځي تصفيه روانه ده!  د دې معنا دا ده چې د ۱۱ زره كيلو ګرامه بم غورځولو هم كيسه نه ده ختمه كړې، نور به د څومره وحشتونو شاهدان وو خداى پوهېږي.

خو واقعيت دا دى چې دا د امريكا له لوري د يوه خطرناك بم لومړنۍ ازموينه وه، اوس د دوى تخنيكي ټيم د بم پر اغيزو څېړنې كوي او د همدغو څېړنو په سبب سيمې ته تر اوسه آزاد خبريالان نه دي پرېښودل شوي.

درې كاله وړاندې چې له امريكا سره د امنيتي تړون پر سر مشورتي لويه جرګه جوړه شوه، په هغو كې د امنيتي تړون پر خام متن بحثونه وشول، پر زياتو مادو يې د جرګې د غړيو نيوكې وې، په پايله كې د لويې جرګې غړيو د امنيتي تړون د لاسليك لپاره په متن كې (۲۶) مادې وړانديز كړې چې په هغو كې يوه دا وه چې افغانستان به نه د امريكا د اټومي او كېمياوي فاضله موادو د ساتلو او ښخولو ځاى وي او نه د دوى د خطرناكو وسلو د ازمويلو.

د مشورتې لويې جرګې ۲۴ مه وړانديز شوې ماده داسې وه: (( د مشورتي لويې جرګې غړي د ژوند پر چاپيريال ساتنې، له كېمياوي، بيالوژيكي او هستوي توكو څخه د استفادې په نه كولو ټينګار كوي، له حكومته غواړي چې د هېواد په خاوره كې د هستوي وسلو د زېرمې او كارونې جدي مخنيوى وكړي.))

په اچين غورځول شوى بم تر اټومي بريد يوه درجه ټيټ ؤ، دا په صراحت د افغانستان پر ملي حاكميت، د ژوند پر چاپيريال او آن له امريكا سره د لاسليك شوي ناوړه تړون خلاف عمل ؤ.

همدغه كرښې دې پرې ګواه وي چې داعش ډله به له منځه لاړه نشي، جګړه به نوره هم زور واخلي، وحشتونه به نور هم دوام وكړي او د يوه ژوندي ولس په توګه به د افغانستان راتلونكې بيا هم له ګواښ او پوښتنو سره مخ وي.

د ملي امنيت شورا د ولسمشر پخواني سلاكار چې په يوه ليكنه كې پر دې پېښه كوم غبرګون او اعتراض ښودلى ډېر پر ځاى دى، نوموړى وايي ((سكوت خيانت است، من اعتراض ميكنم))

واقعيت دا دى چې د چا په ضمير كې يوه ذره د ژوند او غيرت احساس وي، پر دې بمبارۍ به اعتراض كوي. او دا به د يوه ړانده وحشي ځواك ړوند او بې منطقه ګوزار بولي، پاتې شوه د داعش ډرامه، هغه به په هر نامه چې وي تر هغو پورې دوام لري چې يا په افغان ولس او سيمه كې د دې سترې استخباراتي لوبې پر خلاف شعوري هڅې پيل نه شي او يا امريكا په سيمه كې خپل ټول سياسي او اقتصادي اهداف ترلاسه كړي، په دوهم صورت كې به د افغانستان په شمول ډېر هېوادونه په كنډوالو او ايرو بدل وي.

دا وګورئ

تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!

ولسمشر غني پرون سهار د ګردېز د وروستي بريد د غمځپليو كورنيو د تسليت لپاره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *