یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د تراژيدۍ د تكرار خطر

د تراژيدۍ د تكرار خطر

ف، فايض

افغانستان خو له لسيزو راهيسې او كه ووايو چې په ځانګړې توګه ان له نولسمې پېړۍ راهيسې په تراژيدو كې شپې ورځې تېروي، چې بيا ډېره مشخصه تراژيدي هغه ده چې د ۱۳۵۷ د ثور له كرغېړنې كودتا سره پيل شوه، خو په دې كې هم زه د هغې تراژيدۍ خبره كوم چې په ۱۳۹۳ (۲۰۱۴) كې په افغانستان كې د «ملي وحدت» د حكومت په نامه پر افغانستان وتپل شوه، په دې كې خو د امريكا لاس دومره بربنډ و چې ټولو هېوادوالو وليد، جان كېري راغى او دوه ناكام نوماندان يې سره غاړه په غاړه كړل او ارګ ته يې ننه ايستل. هغه د حضرت سعدي خبره ده چې: «ده درويشي در ګليمى بګنجند و دو پاشاهي در اقليمې نګنجند» دا د فطرت د قانون مخالفه خبره ده چې دوه كسه دې موازي او په مساوي صلاحيت په واك كې وي، څومره د شرم او څومره د خجلت خبره ده. تاسې له اسلامي نه نيولې تر كفري هېوادو پورې يو دغسې مثال راوښيئ چې يو هېواد دې د دوو كسانو له خوا اداره كړاى شي. د خداى پار دى د شفافيت جنازه واخستل شوه، د ظرفيت او لياقت جنازه واخستل شوه، د تعليم جنازه واخستل شوه، د تجربې جنازه وخستل شوه، فقط رشوت، واسطه او د مقاماتو لزومديد حكومت كوي، هسې په دروغو يو بست اعلان شي، سل دوه سوه كسان ورته اپلاى وكړي؛ خو بيا مقرر وخته معلوم وي، هغه څوك مقررېږي چې يا زوروره واسطه ولري او يا ښې ډېرې پيسې ولري. تاسې انصاف وكړئ چې فرضاً يو څوك د څو زرو ډالرو په بدل كې مقرر كړاى شي، هغه به بيا د ولس پوټكى نه باسي؟ له هغه نه ولې د خدمت تمه وشي  او ډېر خو بيا په «چوب خطۍ» باندې مقرر شي چې دغلته دې مقرروم خو د مياشتې به دومره ډالره راكوي، هغه مجبور دى چې د ولس وينې وڅښې څه په خپله ښه كړي او څه هم هغه مقام ته وركړي چې دى يې مقرر كړى. ولس اوس له دې موجوده حكومته دومره تنګ دى چې چا ورته كمپاين كړى او چا رايه وركړې توبې وباسي. تاسې د دوى د وياندانو او مرستيالو وياندانو يا هغو مشاورينو په خبرو پسې مه ځئ چې لاس يې په غوړو كې دي؛ بلكې د عام ولس ژوند وګورئ چې خلك د سبا او بيګا يوې وچې مړۍ ته حيران دي.

خير دا اوسنۍ تراژيدي كه د امريكا نوښت وبولو او يا زموږ د ولس د سياسي بصيرت كمى؛ خو اوس زموږ پر ملت تپل شوې، وايي له كوم ميلمه نه دې چې چاره نه وي، دوه ځلې ستړي مه شي وركړه. متأسفانه له ولس نه هم ساه ختلې ده دا ځكه چې پر دې ولس فقر تپل شوى، امريكا خو له موږ سره د مرستې دعوه كوي، خو زه وايم چې هغه د غريبى په كور كې مو څه درلودل هغه يې هم رانه يوړل؛ نه مو يوارنيم پاتې شول، نه ليتيم، او د دې ترڅنګ د ترياكو يوه ډېره علني جګړه يې راباندې تپلې ده، انګليس خو ان له چين سره د ترياكو د جنګ تجربه لري او د امريكا استعماري تجربه هم اوس لږه نه ده؛ نو زموږ ولس هر څوك چې سهار له خوبه راپاڅې فقط خپلو بچو ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو په فكر كې وي.

تاسې وګورئ! په هره اداره كې د يو ښار او دوه نرخه كيسه ده، يو په افغانيو معاش اخلي، بل په ډالرو، بيا هغه چې په افغانيو معاش اخلي يو شپږ اووه زره افغانۍ معاش اخلي، بل اتيا، نوي زره، يو لك، د يو مامور معاش لسو زرو ته نه رسېږي خو اجيران يې په لكونو اخلي. په دې توګه زموږ په اداراتو كې يوه لويه بېعدالتي روانه ده، په تقرر كې بېعدالتي په معاشاتو كې بې عدالتي، په نورو امتيازاتو كې بېعدالتي، آخر به سړى د دې موجوده حكومت چې پخپله يوه تراژيدي ده، كوم كوم غم ژاړي، كومه ناخواله به يې ژاړي. له ما سره يوه لويه اندېښنه دا ده چې خداى مه كړه، خداى مه كړه، خداى مه كړه دا تراژيدي راباندې بيا تكرار نه شي. زه خو وايم چې اوسنى غم لړلى حكومت لګيا دى د خپل راتلونكي لپاره پر هغو ځايونو كار كوي چې سبا ته يو  ځل بيا د دوى واك ته په رسولو كې ورسره مرسته كولاى شي. د دوى لومړنى ګوزار د انتخاباتو پر كمېسيون و، ښه زه نه وايم چې په تېرو انتخاباتو كې به درغلي نه وي شوې، خو دا درغلي په دواړو اړخونو كې موجوده وه داسې نه چې يوه درغلي وكړه او بل ونه كړه، دا چې د چا د درغلۍ كچه زياته وه د چا كمه، هغه جلا خبره ده؛ خو درغلي دواړو وكړه، خو خپل لاسونه دواړو د انتخاباتو پر كمېسيون پاك كړل لكه د دوى چې په دې درغليو كې هېڅ لاس نه و. بيا ولسمشر د كمېسيون پخواني مشران او كمشنرال راوستل په همغو امتيازاتو يې خپل مشاورين وټاكل، كه هغوى جرم كړى و، ولې يې څارنوالۍ ته معرفي نه كړل او كه جرم يې نه و كړى ولې يې لرې كړل، هر څوك پر دې پوهېږې چې دا يو سياسي رشوت و چې غوښتل يې په دې توګه دواړه حكومتي او دولتي مشران خپل لاسونه پر هغوى پريمنځي، كمېسيون ته چې كوم نوي كسان وروپېژندل شول او په كومه طريقه وروپېژندل شول، دا فقط د همدې لپاره چې سبا ته د (ع) او (غ) په بيا راوستلو كې مرسته وكړي او كه خبره د شفافيت وي دا ګز او دا ميدان معلومه شي چې شفاف انتخابات ترسره كړې او د شفافو انتخاباتو په نتيجه يو ځل بيا اوسني مشران د ارګ او سپيدار ماڼۍ ميلمانه شئ.

زه دلته پر ټول ولس او پر ټولو سياسي ډلو ټپلو، احزابو، رسنيو، مدني ټولنو او نورو غږ كوم چې سر له همدې اوسه د يوه معقول او ټولمنلي شخص په لټه كې شي او ټول يې په يوه اواز او يوه خوله تر شا ودرېږي او ملاتړ يې وكړي. كه چېرې اوسنۍ فاجعه بيا تكرارېږي دا به د ولس ډېره لويه بدبختي وي، پښتانه وايي كه يو ځل دې تېرايستم، تا دې خداى ووهي او كه بيا دې تېرويستم ما دې خداى ووهي او تر ټولو زيات دا چې د اسلام ستر پېغمبر (صلعم) چې موږ يې د امتي توب وياړ لرو فرمايي: مسلمان دوه ځلې له يوې سوړې نه، نه چېچل كېږي. كه چېرې موږ اوس د دې اوسني حكومت پر وليو د ملامتۍ بار وراچوو دا پر ځاى خبره ده؛ خو كه سبا ته د خپل نه بصيرت په وجه يو ځل بيا خپل برخليك د دې اوسنيو هغو په لاس كې وركوو، بيا به ټوله ملامتي زموږ پر غاړه وي، دا چې د بدبختيو د مخنيوى لپاره هر څوك هر څه كولاى شي همدا اوس دې ورته ملا وتړي او كه نه يو ځل بيا پښيماني به زموږ پر حماقت لوى شاهد وي.

دا وګورئ

«ولس» د تصميم نيونې تر ټولو غوره مرجع

ف، فايض البته له دې حقيقته هم سترګې پټول نه دي پكار چې «د قيادت ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *