سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / کلتور او ادب / امريكا – وبا

امريكا – وبا

ليلا خُرم

هسك او ټيټه

غر او سمه

كاڼي، بوټي ټول رنځور دي

امريكا وبا خپره ده

د وطن پر زړګي باندې

***

دا وبا ده هم وژونكې

تويونكې ده د وينو

د اولس زګيروي اوچت دي

د وبا تر پنجو لاندې

***

افغانان تر ستوني نيسي

غږ ايستو ته يې پرېږدي نه

چيغې، آه، فرياد يې بند دى

خپل افغان ته يې پرېږدي نه

***

خو سره له دى وبا ده

لوبونكې، نڅوونكې

پيرودونكې ده د ځمكو د ملكونو، وطنونو

انسانان ورسره پيري

آزادي- ايمان ترې كاږي

د پيسو په ګوتو باندې

***

ننګ، ناموس، شرم او حيا هم

له مغزو نه راوباسي

زړونو باندې تيږه كېږدي

مينه مړه كړي تيږې لاندې

زړه سورى، وريت، ټوټه كا

بيا وجدان ترې را بهر كا

***

هو! دا ډېره موده وشوه

امريكا- وبا خپره ده

د وطن پر زړګي باندې

سوځوونكي تاو سره يې

تويونكې ده د وينو

***

د زبيښوونكي – ځليدونكي

د څلويښت سرو لرونكي

اوسپنيز ښامار سره يې

نوره هم په خپرېدا ده

لاعلاجه وبا ښكاري

***

امريكا – وبا خپره ده

د وطن پر زړګي باندې

د اولس زګيروي اوچت دي

د وبا تر پنجو لاندې

 

دا وګورئ

بمبارد

لیلا خُرم ساه ګانې بندې دي، اسمان چپه دى د خاورو لوټو پر سپېره خزانه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *