سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د ولس په وينو پړسېدلي ولې چوپ دي؟

د ولس په وينو پړسېدلي ولې چوپ دي؟

د پنجشنبې په شپه چې امريكا د ننګرهار ولايت پر اچين ولسوالۍ كوم ورانوونكى او خطرناك بم وغورځاوه، كه دا كار په هره پلمه او هر نامه پر كوم بل هېواد شوى واى، ښارونه به يې په دې تېرو دوو ورځو كې د تاريخي لاريونونو شاهد وو.

كه دغسې كوم وحشت پخپله د امريكا او يا كوم اروپايي هېواد سره شوى واى، باور مو دى چې د نړۍ سياسي او پوځي فضا به د 9/11 په څېر بيا بل پړاو ته لېږدول كېدله.

پر اچين غورځول شوى بم د امريكا پر غبرګونو برجونو له بريد نه سل چنده لوى بريد ؤ. دا د جاپان له هيروشيما او ناګاساكي وروسته چې امريكا د اټومي وحشت په اور كې لولپه كړل، د تاريخ تر ټولو ستر بريد ؤ او د دې جنايت او وحشت هغه تور اړخ دا دى چې زموږ مظلوم ولس د دې د ازموينې لپاره انتخاب شوى ؤ. هغه ولس چې حكومت يې له امريكا سره د ملګرتيا دعوه دار دي.

دغه وحشت له پخواني ولسمشر حامد كرزي پرته يوازې د ګوتو په شمېر څو تنو وغانده، هغه هم ډېر په احتياط، پر دې بربنډ تيري او نامردانه عمل زموږ ښارونه ولې د احتجاج او اعتراض پر لاريونونو ونه زنګېدل؟ دا ډېره د اندېښنې خبره ده، له عام ولس نه مو په دې كې ګيله نشته ځكه بې رهبره ولس همداسې وي، په غړېدليو سترګو وحشتونه استقبالوي، له هغو پرديو راديويي چينلونو مو هم ګيله نشته، چې غواړي د دې پېښې هغه خطرناك اړخونه په ذليلانه توجيهاتو كې پټ كړي. د جان كېري په نسخه او هڅو له جوړ شوي حكومت نه مو هم همدغه تمه وه چې بايد د دغه لوى وحشت سره يې له پخوا توافق ښودلى واى، ځكه دوى ته ولسونه معنا نه لري، دوى هره ورځ د مړيو په شمار بوخت دي او همدغه وياړ بولي. د امريكا او اروپايي ټولنې په پيسو له جوړو شويو ادارو او كاذبو څېرو مو هم نه تمه وه او نه ګيله، ځكه چې د هغو قبله له پخوا واشنګټن او لندن ؤ.

ګيله مو له هغو يارانو ده چې د همدې ولس د وينو او قربانيو په مټ نن د افغانستان په اشرافيه پاړكي بدل دي، دنګې ماڼۍ، د خليج او نړۍ په نورو برخو كې د ماڼيو او كاروبار خاوندان شوي، د جهاد او ولس د زعامت دعوه داران دي، او په دې نامه امتياز د ځانونو انحصار بولي، په دوى كې يوازې اسماعيل خان نيم ايمان تېر كړى، نور يې چوپ پاتې دي. سبا ته چې د داعش د ځپلو ډرامه افشا شي، دغه وحشت بشپړ روښانه شي چې امريكا له اټومي بم وروسته تر ټولو خطرناك بم ازمويلى او افغان خاورې ته يې په سپكه كتلي، دغه ياران به ولس ته په كومو سترګو ګوري؟ د تاريخ پرېكړې روښانه دي، څوك چې د پرديو په زور وياړي، د پرديو پر وحشتونو څڼې غورځوي، ولس يې بالاخره پر قبرونو لاړې توكي. درېغه په دوى كې هغه د كمزوري ايمان نښه واى چې وحشت ته يې وحشت ويلاى شواى. امريكا د داعش په پلمه خپله خطرناكه وسله وازمويله، امريكا خپل رقيبان ووېرول، چې هر څه وو زموږ له خاورې او ولس سره يې لوى خيانت وكړ.

دا وګورئ

لعنت په داسې ډيموكراسي!

خبره پر دې نه ده چې پدرام او ډله يې څه ډول نظريات لري، څه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *