سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي»

«لمر په دوو ګوتو نه پټېږي»

ف، فايض

د ملي وحدت په نامه حكومت د جوړولو په اړه دوه نظره موجود دي:

لومړى دا چې دا يو مصلحت و.

دوهم دا چې دا يوه نړيواله توطيه وه.

لومړى نظر د هغو خلكو له خوا وركول كېږي او يا يې تأييد كېږي چې په يوه ډول نه يوه ډول يې له حكومت سره په كومه څنډه كې ګټې غوټه شوي او ښايي داسې كسان هم وي چې د خپلې خوشباورۍ ښكار شوي او په پټو سترګو «توطيې» ته «مصلحت» وايي. كه چېرې د ملي وحدت حكومت جوړول خامخا مصلحت وبولو؛ نو په دې كې د امريكا او د هغې د ملګرو مصلحت نغښتى دى نه د افغانانو. دا چې د دې بدنامې لوبې لوبغاړي څوك دي، دا خو جلا خبره ده؛ خو دلته تر ډېره زما بحث پر لوبه دى او هغه چا چې دا لوبه جوړه كړې او مديريت يې كوي.

امريكا لا په ۲۰۰۹ كې غوښتل چې پر پخواني ولسمشر حامد كرزي دا طرح ومني؛ خو د هغه مقاومت د دې باعث شو چې امريكا خپله توطيه د يوې بلې پنځه كلنې دورې لپاره وځنډوي؛ ځكه امريكا پر دې پوهېده چې حامد كرزى تر دې دورې وروسته بيا ځان نه شي كانديدولاى. بايد پر دې خبره ځانونه پوه كړو چې د ملي وحدت د حكومت د تشكيل مسأله، كومه آني مساله نه وه چې رامنځته شوه؛ بلكې دا د څو كالو پخوا طرح وه چې لږ تر لږه تر پنځو كالو زيات عمر يې درلود.

په هر حال ولسمشر اشرف غني چې په ۲۰۰۹ كې هم د ښاغلي كرزي پر وړاندې كانديد و د افغانستان د راتلونكو لسو كالو لپاره يې يوه طرح درلوده او هغه يې د ولس مخې مخې ته كوله چې هغه مهال يې د ډاكټر رمضان بشردوست په تناسب هم لږې رايې وګتلې؛ خو په ۲۰۱۴ كې يې چې بيا ځلي ځان كانديد كړ، بيا يې هغه ته ورته طرح د ولس پر وړاندې ځلوله. د افغانستان غريب او بېچاره او د اقتصادي فقر تر څنګ په فرهنګي فقر اخته او خوشباوره ولس له واره پرې وغولېد او تر څه بريده هم قومي تمايلات د دې باعث شول چې كه زيات شمېر تاجكان د ډاكتر عبدا… پر خوا ودرېدل؛ نو چې يو شمېر پښتانه د اشرف غني پر خوا ودرېږي. اوس هغه ټول خوشباوره ياران لكه مچ لاسونه مروړي؛ خو څه په لاس نه ورځي. د ملي وحدت په نامه حكومت دواړه مشران په ارګ پسې مړه مړه وو، هر يوه هغه شېبې شمېرلې چې كله به وي چې د ارګ پر دروازو ورننوځي چې بالاخره د يوې امريكايي توطيې په ترڅ كې دواړه پر يوه زين كښېنول شول. هغه اشرف غني چې عبدا… ته به يې د مناظرې چلنجونه وركول له خپل تور واسكټ او سپين څادر سره عبدا… په غېږ كې ټينګ ونيو او هغه عبدا… چې د اشرف غني چلنجونو په تنګ كړى و او د لويې جرګې تر خېمې لاندې يې د موازي حكومت د اعلانولو تابيا كړې وه، اشرف غني په غېږ كې ټينګ ونيو. ريښتيا هم دا نننى سياست څومره سپك سياست دى چې له سړي نه جامې وباسي. د ارګ دواړه مينان يو بل ته په غېږ ورغلل، دواړو په ګډه په څلرويشت ساعتونو كې دننه دننه د خپل ولينعمت (امريكا) شكريه ادا كړه، په پټو سترګو يې له امريكا سره امنيتي تړون او ورسره يې له ناټو سره هم لاسليك كړ كه چېرې امريكا د قدرت دواړه لالهاند مينان واك ته ورسول، يو يې په ارګ كې كښيناوه او بل يې په سپيدار ماڼۍ كې؛ نو دوى هم د امريكا هغه هيله پوره كړه چې كلونه كلونه يې درلوده. امريكا اوس په افغانستان كې د اوږدمهاله حضور لپاره فرصت ترلاسه كړ.

امريكا د دې لپاره چې په افغانستان كې يو كاواكه حكومت په واك كې وي او دا يې ضرورت دى، پر دې ښه پوهېږي چې د واك پر ګدۍ ناست كسان څه ډول په ځان پورې تړلي او محتاج وساتي؛ د شاعر خبره:

شير نر را ميكند روباه مزاج

احتياج و احتياج و احتياج

دا نو بيا يو باعزمه شخصيت غواړي چې ووايي:

شير نر كى ميشود روباه مزاج

يك طلاق و دو طلاق و سه طلاق

بايد امريكا ته درې طلاقه وركړل شي؛ خو څوك به يې وركړي.

د دوى د لوبولو يوه ښه لاره دا ده چې يو پر بل بې اعتماده وساتي، ځكه خو د كړكېچ نړيوالې ادارې هم اوس ورپسې يو طومار راايستى چې دواړه مشران سره اختلاف لري او ډېرى مقررۍ پر قومي بنيادونو كوي. كه څه هم د څار راپور كاملاً بې غرضه كېداى هم نه شي؛ ځكه دغسې ادارې په نړيواله كچه د امريكا له خوا اداره كېږي؛ خو كه د كړكېچ نړيواله اداره وهم نه وايي؛ نو افغان ولس خو يې ګوري او هغه خبره ده: «چيزى كه عيان است، چه حاجت به بيان است» افغان حكومت د كړكېچ د نړيوالې ادارې رپوټ رد كړ؛ خو كه يې نه ردولاى مجبور وو چې پر خپلو كمزوريو يې اعتراف كړى واى چې هغه ورته بيا بل سرخوږى و.غني او عبدا… پخپل حكومت كې په ملي كچه هېڅ كومه خاصه لاسته راوړنه چې ولس پرې قانع كړاى شي نه لري، كومې پروژې چې دوى پرې همېشه شخوند وهي، د دوى نوښت نه دى، د سلما د بند خبره خو ان د داوود خان د وخت خبره وه چې د ښاغلي كرزي په وخت كې بيا پرې كار شروع شو، كه ټاپي ده كه كاسا زر ده دا يوه هم د ده لاسته راوړنه نه ده؛ بلكې د بل چا ميراث دى چې دې يې اړوي رااړوي. ده پر خلكو د كار روزګار دروازې وتړلې، خصوصاً زده كړي (تعليميافته) ځوانان له سختې مايوسۍ سره مخ دي، كه چېرې كوم كس مقررېږي هم بې له واسطې او رشوته بل هېڅ لاره نه لري، كه پخوا رشوت په لږه پرده كې اخستل كېده اوس برالا اخستل كېږي، د پوښتنې څوك نشته په ۲۱-۱-۱۳۹۶ نېټه په كابل كې د فساد پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي عالي ادارې چې مشري يې حسين فخري كوي دوه غړي په كابل كې ووژل شول. د دوى وژنه بې له شكه د هغو كړيو او افرادو كار كېداى شي چې د فساد دوسيې يې يا دې ادارې ته رسېدلي. لنډه دا چې حكومت كه هر څومره خپلې ناكامۍ پټې كړي، د پټېدو نه دي. كه چېرې حكومت انصاف لرلاى، بايد شرافتمندانه يې استعفى كړې واى او نويو انتخاباتو ته يې لاره اواره كړې واى، چې اوس هغه دى هغه د ولسي جرګې د انتخاباتو په باب هم نن، سبا كوي او كه حكومت دا نه كوي، زما خو همدا يوه خبره ده چې ولس دې نور د خپل برخليك په باب د بې سرنوشتۍ له حالته راووځي او د دې حكومت د استعفى غوښتنه دې وكړي، د سياسي اپوزيسيون مدعي ډلې دې هم نور د غونډو جوړولو لړۍ پاى ته ورسوي او د پراخو تظاهراتو تابيا دې وكړي چې دا يې د اساسي قانون په حكم مشروع حق دى. د ملي وحدت حكومت ناكام دى، كه يې د دې حكومت مشران نه مني، ولس دې يې له مدني لارو دې ته اړ كړي چې خپله ناكامي ومني او انتخاباتو ته لار اواره كړي. د يوه دغسې حكومت دوام تر فاجعې ور اخوا بل تعبير نه شي لرلاى.

دا وګورئ

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

عزيز چوپان د دوو هېوادو ترمنځ سوداګري يوه عادي خبره ده، دا سوداګري د دوو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *