سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / لعنت پر داسې له وحشته ډكه مبارزه!!

لعنت پر داسې له وحشته ډكه مبارزه!!

امريكايي ځواكونو وړمه شپه د بشريت پر خلاف يو بل تاريخي جنايت تر سره كړ، پر افغانستان يې له اټومي بم وروسته د تاريخ تر ټولو دروند، خطرناك او ورانوونكى بم وغورځاوه.

كه څه هم امريكايان او د افغان دولت چارواكي ادعا كوي چې دغه بم يوازې د داعش ډلې مركزونه له منځه وړي او داعشيان يې وژلي دي، ملكي مرګ ژوبله نه لري. خو په زياتو دلايلو د ۱۱ ټنه باروتو چاودنه چاپيريال او پكې پرتو انسانانو او نورو ژونديو ته يو داسې ګوزار دى چې جبران يې ناشونى دى، اغېزې به يې د وخت په تېرېدو پخپله راڅرګندې شي.

كه خبره د داعش د مركزونو د له منځه وړو وي، او د امريكا په لاس كې اوس يوازينۍ وسله همدغه (GBU-43) ماډل ۱۱ زره كيلو ګرامه دروند بم وي، بيا خو معنا دا چې افغانان دې نور يا له دې وحشته پښې باسي او هېواد دې پرديو ته پرېږدي او يا دې خپل مړي ښخوي.

د حكومت غبرګون ښيي چې له بده مرغه امريكايان افغانستان بې خاونده بولي، ځكه خو د تاريخ تر ټولو د لوى او خطرناك بم ازموينې د دوى په كور او كلي كې كېږي.

تراوسه د اچين ولسوالۍ دغه سيمه چې بم پكې كارول شوى د امريكايي او افغان ځواكونو له لوري كلابنده ده او خبريالانو ته له نږدې د پېښې د برباديو د ليدو اجازه نه ده وركړ شوې.

د پنټاګون وياند چې په دې اړه كومه خبره وكړه او پخپله ډونالډ ټرمپ چې د بم د بريالۍ ازموينې په تړاو خوښي وښودله، له ورايه ښيي چې يوه موخه دا وه چې په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د دغه خطرناك بم د تخريب ساحه او اغېزې وارزول شي، دا لومړى ځل هم نه دى چې امريكا په افغانستان كې خپلې خطرناكې وسلې ازمويي، خو دا په تاريخ كې لومړى ځل دى چې امريكا، غير اتومي تر ټولو ستر بم ازمويي او د ا زمويلو لپاره يې د بې وزله، بې وسه او بې څوكه افغان كاله انتخاب كړه، اوس يې تخنيكي ټيم په سيمه كې د بم پر اغېزو څېړنې كوي، داعش چې په څومره مرموزه بڼه افغانستان ته راوستل شو، څه ډول لاسونه لاس په كار شول، له ورايه ښكاري چې دا يوه استخباراتي پروژه ده چې تر شا يې پخپله د امريكا لاس دى. د ۱۶ ميليون ډالري بم په واسطه د استخباراتي پروژو له منځه وړل ناشوني دي. دغه وحشتونه نور اړخونه او موخې لري. پخپله امريكايي كارپوهان دا ادعا كوي چې (GBU-43) بم اصلاً د روسيې، كوريا او … د وېرولو لپاره يوه مانوره وه، په غالب ګومان به دا هم د دغه وحشت يوه موخه وه، اوس دې زموږ چارواكي دې ته پرتوګ وكړي، له چا سره چې دوى «امنيتي تړون» لاسليك كړى هغوى يې پر خاورې د تاريخ تر ټولو دروند بم غورځوي! نن خو ژبې لمدې دي په هر لور اوړي، خو سبا ته چې په اچين كې د دې لوى وحشت هغه منفي اړخونه راوټوكېږي او د داعش ناسور تر اوس په زيات ځواك بدل شي، هغو ته به څوك څه ځواب وايي؟ كه دا له داعش سره د مبارزې لاره وي، نو لعنت دې په داسې مبارزه شي، سل ځله، بلكې زر او سل زره ځله!!

دا وګورئ

لعنت په داسې ډيموكراسي!

خبره پر دې نه ده چې پدرام او ډله يې څه ډول نظريات لري، څه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *