یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / طنز / غني، امان امان الله خان!

غني، امان امان الله خان!

زما د ماشتومتوب يو څو خبرې تر اوسه په ذهن كې ژوندۍ دي، يوه دا چې دا ټولو منلې وه چې دنيا د غوايه پر ښكر ولاړه ده، كله يې چې يو ښكر ستړى شي، هغه بل ته يې وغورځوي او بيا دنيا ولړزېږي او زلزله راشي. بله يې دا چې پاچا د اوو وليانو ملاتړ او زور لري. څوك چې اوه وليان ونه  لري، پاچاهي نشي كولاى… خبره مې د ارګ تر پاچهۍ پورې راياده شوه، وايي چې د غني بابا پاچاهي هم پر څلورو ښكرو ولاړه ده، د همدغو ښكرو خاوندان د پاچا نديمان او هركاره هم دي، يو يې امريكايي سكاټ نومى دى، لويې مشورې له هغه سره كېږي، تر هغه را ښكته بل نادر نادري دى، هغه نادري چې په كابل كې تر يو نيم سل زرو زيات ليسانسه او د ماسترۍ خاوندان وزګار ګرځي، خو نادري په يوه – يوه نيم كال كې د ولسمشرۍ سلاكار، سفارت او لويو رياستونو په وياړونو بيا بيا وياړل كېږي، اوس ورته د حكومتي تشكيلاتو ټول هست او بود سپارل شوي دي.

ځينې كسان پسې وايي چې نادري كوم خاص منتر ياد كړى دى، چې پر غني يې ور چوف كړى د هغه اراده راقابو كړي بس هر څه يې چې زړه غواړي پرې كوي يې.

د ارګ راز داران وايي په دې وروستيو وختونو كې چې غني د امان الله خان نوم ډېر يادوي، كله د هغه ميز د خپل كار لپاره ځانګړى كړي، كله د هغه د نيمګړيو ارمانونو د پوره كولو ژمنې كوي، په دې كې هم د نادري د منتر اغيز بولي، ځكه نادري ولسمشر ته ويلي چې ته امان الله خان ته ډېر ورته يې، خو هغه ناكام شو، ته به خامخا بريالى هم شې!

دا د ناكامۍ او بريا پر راز لا نادري څه نه دي ويلي، خو ښايي موخه يې دا وي چې امان الله خان به سكاټ، نادري … او نورو غوندې نديمان نه درلودل. بس د نادري د دغې خبرې له اورېدو سره د غني بابا پر مازغو د غازي امان الله خان طلسم راخپور شو.

ماته د هغه هلك كيسه سترګو ته ودرېږي چې يوه ورځ له ښوونځي نه ستومانه راستون شو، پلار ته يې وويل:

– پلاره نن مې لس روپۍ وګټلې.

– څنګه دې وګټلې؟

– له ښوونځي نه په بس كې سپور نه شوم، او منډې مې ورسره راوهلې كور ته راغلم، كرايه راته پاتې شوه!

پلار يې په غوسه ورته وويل:

ولې دې له ټكسي سره منډې نه راوهلې چې سل روپۍ دې ګټلې واى!

خبره مو د نادري پر مشوره ده، څه خوله به دې ماته وه چې د امان الله خان پر ځاى دې احمد شاه ابدالي او سلطان محمود غزنوي ياد كړي واى! هغوى چې د لوى افغانستان پر حدودو نه قانع كېدل، غني خو به يې لږ تر لږه په تقليد د ارګ له حدودو راوتلى واى.

دا وګورئ

دو هفتۀ پی در پی!

سوریا لوی گدودیز جنرال «لگدشاه» با دستپاچگی در حالیکه تمام جانش از هیجان مثل زلزله ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *