پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / روسيې ته د حنيف اتمر سفر ريښتيا اندېښنې لرې كړې؟

روسيې ته د حنيف اتمر سفر ريښتيا اندېښنې لرې كړې؟

د ملي امنيت شورا وايي چې مسكو ته د ښاغلي حنيف اتمر سفر او له روسي چارواكيو سره يې خبرو اترو، هغه اندېښنې لرې كړې چې د روسيې او طالبانو د اړيكو په باب ورسره را پيدا شوې وې. دا ډېره د خير خبره ده چې د سيمې له يوه مهم هېواد سره د افغان حكومت اړيكې بېرته نورمال كېږي. خو خداى دې وكړي چې د ښاغلي اتمر دغه ډاډ د ولسمشر غني د هغه ادعاؤ تكرار نشي چې پاكستان ته يې په خپل لومړني سفر كې له رسنيو سره كړې وې.

ولسمشر غني ادعا كوله چې له پاكستان سره يې د ۱۳ كلونو ستونزې په ۱۳ ساعتونو كې حل كړې، پر دې به دلته څه نه وايو چې له هماغه لومړى ورځې پاكستان ته څومره يو طرفه امتيازات وركړاى شول چې دا دي نن هم د هغو له ټسه افغان ولس ځورېږي او حكومت يې د جبران توان نه لري.

له طالبانو سره د روسيې اړيكې او زموږ د حكومت په باب د روسي چارواكيو دغه څرګندونې چې افغان حكومت د امريكا يوه ناكامه پروژه ده، دومره ساده خبره هېڅكله نه ده چې په ملي امنيت شورا كې د ولسمشر سلاكار يې دې په يوه ورځنۍ ناسته كې پر ټولو ابعادو خبر شي او بيا پرې ډاډه هم شي.

البته دا په دې معنا نه وايو چې زموږ چارواكي له روسيې او نورو ګاونډيو هېوادونو سره د تفاهم ژبه نشي پيدا كولاى. واقعيت دا دى چې كه دوه اړخيزه خلوص وي، او د هېواد او سيمې د روانې بدامنۍ او بدمرغيو د له منځه وړو اراده او هوډ وي، تر بل هر وخت زيات د سيمې له هېوادونو سره د يوه ګډ دريځ نيولو او شريكو اقداماتو امكانات شته، زموږ چارواكي بايد پر دې واقعبينانه فكر وكړي چې كه په هېواد كې روانې بدمرغۍ دوام لري، بالاخره به زموږ له هېواده نورو لوريو ته خپرېږي. ګاونډي او د سيمې هېوادونه چې دغه خطر درك كړي هېڅكله به لاس تر زنې ورته نه كښېني، خامخا به داسې اقدامات كوي چې دغه اور له خپلو پولو لرې وساتي.

همدغسې بيا روسيه او نور د سيمې هېوادونه هم بايد پر دې قانع او باوري شي چې تر څو پر دغه اور سړې اوبه تويې نشي، د باروتو او ګوليو په راوړو يې د افغانستان په حدودو كې ايسار نشي ساتلاى.

دوى ته هم تر ټولو غوره لاره دا ده چې د جګړې او مقابلې پر ځاى بايد د سولې پر يوې داسې سيمه ييزې اجماع توافق وشي چې د سيمې ستونزو او لانجو ته د حل يوه معقوله لاره راوباسي او د لويو هېوادونو د پوځي او سياسي مداخلو په مخه كې په ګډه ودرېږي.

دا يوازينۍ لاره ده چې هم افغان ولس له مرګونو او بدمرغيو نه پكې ژغورل كېداى شي او هم د سيمې نور ولسونه په ريښتينې معنا ډاډه كېداى شي.

دا وګورئ

يو هېواد، دوه متضاد تصويرونه!

زموږ په رسنيو كې معمولاً د ټولنې دوه تصويرونه چې يو له بل سره متضاد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *