یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / ملي مسألې ګډ دريځ او روښانه ادعا غواړي

ملي مسألې ګډ دريځ او روښانه ادعا غواړي

عزيز چوپان

د هر هېواد ملي مسايل ګډ تعريف لري او د ګډ دريځ غوښتنه كوي؛ د بېلګې په توګه د كشمير مسأله هم پاكستان ته يوه ملي مسأله ده او هم هند ته، كله چې د كشمير مسأله شي، د پاكستان د حكومت له خوا د يوه ټول ګونديز كنفرانس د تدوير اقدام وشي، بيا هلته د مسلم ليګ، پيپلز ګوند، جمعيت العلماي اسلام، جمعيت العلماي پاكستان، عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي او د نورو ټولو ګوندونو يو دريځ وي، ځكه د پاكستان هم يې حكومت او هم يې سياسي ګوندونه او هم عام ولس ټول همدا غواړي چې بايد كشمير د پاكستان برخه شي. كله چې بريتانيا له هنده وتله او هند يې په دوو برخو وويشه؛ نو د کشمیر مسأله يې د دواړو هېوادو ترمنځ لاينحله پرېښوده؛ خو د كشمير د هغه وخت هندو مشر پرته له دې چې د ولس رايه واخلي، كشمير هند ته وسپاره چې په مقابل كې د كشمير پر سر د پاكستان او هند ترمنځ په همغه ۱۹۴۷ كې جګړه پېښه شوه چې تر ۱۹۴۸ پورې يې دوام وكړ او په نتيجه كې پاكستان د كشمير درېيمه برخه را جلا كړه او په ځان پورې يې وتړله او نوم يې پرې ازاد كشمير كېښود چې خپل ولسمشر، خپل صدراعظم خپله كابينه او خپله اسامبله لري؛ خو بودجه هم له اسلام اباده اخلي او بهرنى سياست او امنيتي چارې يې هم په اسلام اباد پورې تړلې دي؛ خو د كشمير دوه پر درې برخې د هند په خاورې پورې وتړل شوې او اوس  كه د كشمير په اړه څه دريځ نيول كېږي، د هند د ټولو ګوندونو دريځ يو دى، كه څه هم د كشمير د خپلواكۍ غورځنګ به خامخا خپل جلا دريځ لري، خو د هند حكومت، سياسي ګوندونه او عام ولس يو نظر لري؛ ځكه كشمير لكه پاكستان هغوى ته هم يوه ملي مسأله ده يعني كورني سياسي اختلافات يا د نظر تفاوتونه هېڅكله هم د دې باعث كېږي نه چې د يوې ملي مسالې پر سر يې دريځونه سره مختلف شي.

متأسفانه تر اوسه پورې زموږ ملي مسألې تعريف نه شوې، د وخت يوه حكومت هم دا كار ونه كړ، له شاهي نظامه راواخله ان تر دا ننه پورې، همدا دليل دى چې يو تعداد د غرض او مرض خاوندان دا كه افراد دي كه سياسي كړۍ يا نور سره ويشلي دي او زموږ يو شمېر ملي مسألو ته د ملي مسالو په سترګه نه ګوري چې د دې خبرې مسووليت ټول د حكومت پر غاړه دى.

زموږ د ملي مسالو په لړ كې يوه هم د ډيورنډ د ناولي تحميلي كرښې مساله ده. د ډيورنډ د كرښې تاريخي بهير هم معلوم دى، حقوقي اعتبار او نه اعتبار يې هم معلوم دى كله چې. د امير دوست محمد خان همعصرى د پنجاب ګورنر جان لارنس خپل مركزي حكومت ته وايي چې اباسين د هند او افغانستان طبيعي سرحد دى او پېښور د هند نه؛ بلكې د افغانستان برخه ده؛ خو د بريتانيا استعماري مركزي حكومت د خپلو استعماري اهدافو په خاطر دا خبره نه مني، او وايي دا دپنجاب لپاره د ترازو د شاهين حيثيت لري، كه دا نه وي پنجاب له لاسه وځي. بيا نو نور څه پاتې كېږي چې سړى يې د دليل په توګه وړاندې كړي. كه پېښور، ديرۀ غازي خان، ديرۀ اسماعيل خان او ان كشمير يا د اباسيند دواړه غاړه ځمكې د افغانستان خاوره نه وه. بيا نو رنجيت سنګ ولي له شاه شجاع سره په ۱۸۳۴ كال دوه اړخيز تړون لاسليكاوه چې پيښوره تر ديره جاتو، كشمير يا د اباسيند دواړه غاړه افغاني ځمكې ماته پرېږده او زه به په مقابل كې له تا سره د كابل په نيولو او پاچهي تخت ته په رسولو كې مرسته وكړم؛ كه چېرې دا د افغانستان خاوره نه واى، نو انګريزانو ولې په ۱۸۳۸ كې مكناټن لاهور ته استاوه او يا د دوه اړخيز تړون يې پرې درې اخيز كاوه او كوم امتياز چې د مخه رنجيت خپل كړى و هغه يې خپل كاوه او له شاه شاشجاه سره په ۱۸۳۹ كې د كندهار او بيا كابل د نيولو لپاره لښكركشي كوله، او بيا يې ولې د لاهور تړون په كندهار كې بيا پر شاه شجاع  له سره لاسليكاوه؟ رنجيت او بيا مكناټن انګريز چې له شاه شجاع سره كومې لوزنامې لاسليك كړې، دا پخپله يوه ښكاره اعتراف دى چې پيښور، ديره جات كشمير يا د اباسيند دواړو غاړو ته پرتې ځمكې افغاني ځمكې دي خو ته يې موږ ته په امتياز كې راكړه. بله پوښتنه دا ده چې په دغو سيمو كې څوك اوسېږي؟ افغانان كه بل څوك؟ دا اوس په كشمير كې موجود سرداران چې كله د كشمير ولسمشران شي او كله صدراعظمان څوك دي او د دوى سلسله چاته رسېږي؟ پنجاب خو له بټ او جټ نه پرته سردار نه لري، پنجاب كه لري خو كوم چودري به لري نه سردار، دا چې په افغانستان باندې همېشه معامله ګرو حكومت كړى دا خو بيا جلا خبره ده. د يحيى كورنۍ خو هغه كورنۍ ده چې پر امير محمد يعقوب خان يې په وچ زور د ګندمك تړون لاسليك كړ، عبدالرحمن خان خو هم د هغه دوست محمد خان لمسى و چې له انګريز سره يې د جمرود شرميدلي تړونونه (۱۸۵۵-۵۷) لاسليك كړل؛ نو كه يې د جمرود تړون لاسليكاوه او د تره زوى يې د ګندمك تړون لاسليكاوه، نو ده به ډيورنډ ته غاړه نه اېښوده؟ سره له دې چې داسې كوم ښكاره سند نشته چې عبدالرحمن خان دي پرې لاسليك كړى وي او د استاد رفيع په تعبير د ډيورنډ كرښې مسوده همغسې مسوده پاتې شوه او مصوبه نه شوه؛ خو عبدالرحمن بايد ښكاره اعلان كړى واى چې ما نه له چا سره كومه لوزنامه لاسليك كړې او نه يې لاسليكوم خو له دې نه انكار نه شي كېداى چې د عبدالرحمن او ان چې حبيب ا… خان حكومتونه د انګليس تحت الحمايه حكومتونه وو، تر هغې چې افغانانو د امان الله خان په مشرۍ دغه طلسم مات كړ خو امان ا… خان هم.

د پښتنو او بلوڅو د حقوقو د احقاق مساله ګونګه پرېښوده. زما عرض دا دى چې زموږ ټول ملي مسايل په هغې ډله كې د ډيورنډ كرښه په واضحو ټكو كې تعريف شي، بايد زموږ حكومت واضحه كړي چې د ډيورنډ كرښې په اړه زموږ مطالبه څه ده؟ موږ ولې په ژوولې ژبه شف شف لرو چې ډيورنډ كرښه په رسميت نه پېژنو، له دې خبرې نه زموږ هدف څه دى؟ ولې په واضحو ټكو نه وايي چې تر پلاني ځايه پورې زموږ خاوره ده، اباسين د افغانستان او پاكستان ترمنځ يو طبيعي سرحد دى، كه پاكستان نن زموږ دا حق نه مني، سبا به يې ومني، په دې اړه تاريخي اسناد او شواهد معلوم دي، كه شپه تياره ده مڼې په شمار دي. د ډيورنډ كرښې په اړه د پاكستان اقدامات، ادعاوې، فشارونه دا يو هم ځاى نه نيسي؛ نه د لارو بندول مساله حلولاى شي، نه د قبايلو لاندې كول مساله حلولاى شي؛ بلكې د حل لاره دا ده چې د افغانانو حقوقو ته غاړه كښېږدي، خو زه بيا هم وايم چې زموږ حكومت بايد خپله ادعا په روښانه ټكيو كې وكړي؛ خو بې له شكه هغه حكومت چې يا د S.O.P سند په غلچكي توګه لاسليكوي او يا استخباراتي سند هغه موږ نه د دې هېواد وارث ګڼو او نه د خپلو هېوادنيو حقونو يوه نره ادعا كولاى شي.

دا وګورئ

د ښاغلي كرزي نوې او پر ځاى اندېښنه!

ف، فايض په هېواد كې د امريكا او ناټو بې حد و حصره حضور بې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *