یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / طالبانو ته نږدې سرچينه: حكومت غواړي د قطر له دفتر سره نېغ په نېغه خبرې وكړي

طالبانو ته نږدې سرچينه: حكومت غواړي د قطر له دفتر سره نېغ په نېغه خبرې وكړي

حكومت په قطر كې له ګوانتانامو نه را خوشې شويو طالب مشرانو ته په دې شرط پاسپورټونه وركوي چې هغوى يې له قطري مشرانو سره لين جوړ كړي

له ګوانتانامو نه را خوشې شويو طالب مشرانو له حكومت نه غوښتي چې عمرې ته د تګ لپاره دوى ته افغان پاسپورټونه وركړي

(كابل+ويسا) طالبانو ته نږدې يوې سرچينې ويسا ته وويل چې حكومت غواړي د قطر دفتر له طالب مشرانو سره نېغ په نېغه خبرې وكړي. سرچينه زياتوي چې له ګوانتانامو زندان نه را خوشې شويو طالب مشرانو ملا خيرالله هېواد، ملا نورالله نوري، ملا فاضل اختر، وثيق او حاجي محمد نبي عمر له افغان حكومت څخه د عمرې لپاره افغاني پاسپورټونه غوښتي دي، په قطر كې افغان سفارت د دوى دغه غوښتنه له مركز سره شريكه كړې، خو حكومت هغوى ته ځواب وركړى چې د پاسپورټونو په بدل كې دوى بايد څه وكړي. د څه كولو شرط دا ورته اېښودل شوى چې دوى دې د قطر دفتر له طالب مشرانو سره د سولې د نېغ په نېغه خبرو زمينه ورته برابره كړي، خو د سرچينې په وينا هغوى تر اوسه د حكومت دې شرط ته مثبت ځواب نه دى وركړى.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم در گفتگو با تلویزیون یک: ما اسنادی را به دست آوردیم که امریکا بر سر افغانستان با پاکستان معامله کرده است

روابط افغانستان قبلاً هم با پاکستان خوب نبود ولی حالا خیلی به خرابی گراییده است ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *