پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ټاکنو خپلواک کمېسیون د درالانشاء رئیس: په راتلونکو ټاکنو کې له بایومټریک سیسټم څخه کار اخلو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د درالانشاء رئیس: په راتلونکو ټاکنو کې له بایومټریک سیسټم څخه کار اخلو

په ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم کارول ډېر وخت ته اړتیا لري او د دې کار ترسره کېدل ممکن ټاکنې وځنډوي(ضیاء الحق امرخېل)

کابل – د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس امام محمد وریماچ وايي، په پام کې لري د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د بایومټریک سیسټم پر اساس وکړي چې دا کار د ټاکنو د ترسره کېدو شفافیت تضمینوي. وریماچ زیاتوي چې بایومټریک سیسټم د هر ډول مداخلو مخه هم نیسي. ویل کېږي له څو ورځو راهیسې په راتلونکو ټاکنو کې د یاد سیسټم د کارولو پر څرنګوالي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې سلا مشورې روانې دي.

خو د دغه کمېسیون د دارالانشاء پخوانی رئیس ضیاء الحق امرخېل که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې کار هرکلی کوي، خو وايي په ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم کارول ډېر وخت ته اړتیا لري او د دې کار ترسره کېدل ممکن ټاکنې وځنډوي.

امرخېل زیاتوي چې د کمېسیون مسوولین باید لومړی د ټاکنو د ترسره کېدو نېټې پر اعلان غور وکړي.

له دې سره د ملي شورا یو شمېر غړي هم وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ژر تر ژره د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان او حکومت ورته مالي منابع برابرې کړي، خو د ټاکنو کمېسیون مسوولین راتلونکو ټاکنو ته یوازې د چمتووالي خبر ورکوي او بس.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *