یکشنبه , اګست 20 2017
تازه
کور‌پاڼه / افغانستان / ګلوب اینډ میل ورځپاڼه: داعش د افغانستان او سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی

ګلوب اینډ میل ورځپاڼه: داعش د افغانستان او سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی

ملګرو ملتونو له افغان حکومته غوښتي چې په افغانستان کې دې د ترهګرو د زیاتېدونکو ګواښونو مخه ونیسي

کابل – د ګلوب اینډ میل ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر هغې غوښتنې یو راپور خپور کړی چې له افغان حکومته یې غوښتي په افغانستان کې دې د ترهګرو د زیاتېدونکو ګواښونو مخه ونیسي.

ورځپاڼې په دې راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ هغه پرېکړه لیک د رایو په پراخ توافق تصویب کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ تر اوولسمې نېټې تمدید شو.

په پرېکړه لیک په افغانستان کې داعش سره د تړلو وسله والو پر حضور او پیاوړتیا هم اندېښنه ښودل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا افغانستان او د سیمې هېوادونو ته یې ګواښ پېښ کړی دی. ګلوب اینډ میل وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په سیمه کې د تاوتریخوالي د راکمولو او د طالبانو، حقاني شبکې، القاعده او نورو سخت دریځو ډلو او بهرنیو ترهګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې امنیتي همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې د دې سازمان یوه پیاوړې ډله ده، همدارنګه په افغانستان کې په وروستیو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې ۳۴۹۸ ولسي خلک وژل شوي چې ۹۲۳ یې ماشومان دي.

په همدې کال کې ۷۹۲۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ولسي خلکو لپاره د یو کال په اوږدو تر ټولو درنه مرګ ژوبله بلل شوې ده.

دا وګورئ

د امریکا د ویټرنز ټوډې رسنۍ اجرائیه مسوول جېمز ډین: د افغانستان هیرویین د امریکا سیاسي کمپاینونه او د دغه هېواد د جګړو لګښتونه تمویلوي

  د امریکا پوځي ماموریت د افغانستان د اپیمو تولید پراخ او ازاد کړی او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *