پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د هلمند دیني عالمان: د دولت وسله وال مخالفین دې سوله وکړي

د هلمند دیني عالمان: د دولت وسله وال مخالفین دې سوله وکړي

لښكرګاه – د هلمند ديني عالمانو او قومي مشرانو د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي او نور د هېواد د پرمختګ مخه ونه نيسي. هغوى دغه غوښتنه پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يوه غونډه کې وکړه. د هلمند د عالمانو شورا رئيس مولوي خداى نظر وويل، د دې ولايت ديني عالمان د افغانستان له مشروع نظام څخه کلک ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه کوي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي. د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې د همدې جګړو له امله زرګونه کسان وژل شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري. دغه راز په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب عبدالاحد معصومي وويل چې قومي مشران دې له حکومت څخه ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو غواړي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي. هغه زياته کړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد حکومت په هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي. هلمند د افغانستان تر ټولو ناامنه ولايت دى چې دا مهال يې له ١٣ څخه شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو نورو يې يوازې مرکزونه له حکومت سره دي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *