پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ملي امنیت شورا: که پاکستان لارې خلاصې نه کړي وروستي اقدامات به مو د دوی په زیان وي

د ملي امنیت شورا: که پاکستان لارې خلاصې نه کړي وروستي اقدامات به مو د دوی په زیان وي

د لندن غونډه کې پاکستاني لوري ژمنه کړې وه چې افغانستان ته ټولې غځېدلې سوداګريزې لارې به ژر پرانيزي، خو تر اوسه يې پر خپلې ژمنې عمل نه دى کړى

كابل – افغان حکومت وايي چې که پاکستان د لندن په درې اړخيزه غونډه کې د لارو د پرانيستلو پر ژمنې عمل ونه کړي، نو پر داسې لارو به فکر وکړي چې د پاکستان په ګټه به نه وي. د ملي امنيت شورا ویلي، د لندن غونډه کې د بريتانيا په درېيمګړيتوب پاکستاني لوري ژمنه کړې وه چې افغانستان ته ټولې غځېدلې سوداګريزې لارې به ژر پرانيزي، خو تر اوسه يې پر خپلې ژمنې عمل نه دى کړى او که چېرې يې ژر لارې خلاصې نه کړې، نو د افغانستان حکومت به پر داسې پرېکړو او لارو فکر وکړي چې د پاکستان په ګټه به نه وي. د يادونې ده چې څه د پاسه يوه مياشت مخکې پاکستان له افغانستان سره تړلې ټولې سوداګريزې لارې تړلې دي.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *