چهارشنبه , اپریل 26 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / اروپايي ټولنه: په افغانستان کې دې د کانونو غیر قانوني استخراج ودرول شي

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې دې د کانونو غیر قانوني استخراج ودرول شي

اروپايي ټولنې د کانونو د نا قانونه استخراج د مخنيوي لپاره له افغان دولته غوښتنه کړې چې د کانونو او پټروليم وزارت ته يو د باور وړ او پياوړى وزير غوره کړي

كابل – اروپايي ټولنې له افغان دولت نه غوښتنه کړې چې د کانونو د نا قانونه استخراج د درولو په اړه بېړني اقدامات وکړي. د يادې ټولنې په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې پرون خپره شوې راغلي، تېره اونۍ د دې ټولنې له لوري له فساد سره د مبارزې کمپاين په افغانستان کې د کانونو پر غير قانوني استخراج متمرکز و. اروپايي ټولنې د کانونو د نا قانونه استخراج د مخنيوي لپاره له افغان دولته غوښتنه کړې چې د کانونو او پټروليم وزارت ته يو د باور وړ او پياوړى وزير غوره کړي، څو دا وزارت بېرته فعال شي او د کانونو سکټور عادي بڼې ته راشي. اروپايي ټولنې همدارنګه د دولت له لوري د هغو شرکتونو د جواز د لغوې غوښتنه کړې چې په داوطلبانه ډول ماليات نه ورکوي. په اعلاميه کې ټينګار شوى چې د کانونو د استخراج پر ټولو هغو جوازونو دې له سره کتنه وشي چې افغان دولت ته يې ګټه نه رسېږي، د دې ترڅنګ بايد د سترو کانونو غير معياري استخراج تر کنټرول لاندې راوستل شي. د کانونو او پټروليم وزارت وياند ذبيح الله سروري وويل چې وزارت د اروپايي ټولنې وړانديز په جدي ټول په پام کې نيولى او په اړه به يې څېړنه وکړي. هغه زياته کړه، د کانونو وزارت هڅه کوي چې د دغو وړانديزونو د پلي کېدو لپاره غوره کړنلارې له افغان حکومت سره شريکې کړي.

دا وګورئ

ملي امنيت په لوګر كې د حقاني شبكې دوه غړي وژلي او پنځه يې ژوندي نيولي

دغه كسان د حقاني شبکې د يو قوماندان جليل مقدس له خوا په لوګر ولايت ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *