یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په راتلونکې اونۍ کې به شپږ کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي

په راتلونکې اونۍ کې به شپږ کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي

په دوی کې د کانونو او پټروليم، ماليې، کرنې، بهرنيو چارو، قومونو او قبايلو او په پارلماني چارو کې د دولت وزارتونو لپاره کانديد وزيران شامل دي

كابل – ټاکل شوې چې د وري مياشتې تر ٧ مې نېټې د کانونو او پټروليم، ماليې، کرنې، بهرنيو چارو، قومونو او قبايلو او په پارلماني چارو کې د دولت وزارتونو لپاره کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي. يوې باورې سرچينې پژواک ته ویلي چې نرګس نهان د کانونو او پټروليم، غلام جيلاني پوپل د ماليې، سليمان کاکړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اکليل حکيمي د بهرنيو چارو، غلام نبي فراهي د قومونو او قبايلو چارو او غلام فاروق وردګ په پارلماني چارو کې د دولت وزير په توګه نومول شوي دي. له يادو شپږو کانديد وزيرانو يوه تن وويل، کېداى شي چې د يوې اونۍ په اوږدو کې د ده په ګډون ياد شپږ کسان د کانديد وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر د ولسي جرګې اداري پلاوي ته ويلي چې که د وري تر اوومې نېټې يې دغه کسان جرګې ته معرفي نه کړل، نو جرګه دې وزيران استيضاح کړي. دا مهال پر اوو استیضاح شوو وزيرانو سربېره، د اطلاتو او کلتور، سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو، کانونو او پټروليم وزراتونه هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، ځکه چې د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني او د کانونو وزير داود شاه صبا له خپلو دندو استعفا کړې او د سرحدونو او قبايلو وزير محمد ګلاب منګل د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوى دى.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم در گفتگو با تلویزیون یک: ما اسنادی را به دست آوردیم که امریکا بر سر افغانستان با پاکستان معامله کرده است

روابط افغانستان قبلاً هم با پاکستان خوب نبود ولی حالا خیلی به خرابی گراییده است ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *