یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د امنيتي مسوولينو استجواب او استيضاح هسې فرصتونه ضايع كول دي

د امنيتي مسوولينو استجواب او استيضاح هسې فرصتونه ضايع كول دي

په داسې حال كې چې د نوي لمريز كال په لومړيو ورځو كې ولسي جرګه د امنيتي مسوولينو د استيضاح نيت لري، مشرانو جرګه غواړي امنيتي مسوولين استجواب كړي. خو كه خبره د استيضاح وي او كه استجواب دا ثابته شوې چې مثبته پايله نه لري.

له امنيتي مسوولينو سره داسې خبرې او شمېرنې ډېرې وي چې ځانونه سپين بازان راوباسي، دا اوس هره ورځ موږ په رسنيو كې اورو چې په هلمند، كندز، ختيځو ولايتونو او مركزي ولاياتو كې دوى د لسګونو پوځي عملياتو خبره كوي، د طالبانو د مرګ ژوبلې ادعاوې كوي، دا خبرونه اورو چې ګواكې د پلاني او پلاني ځانمرګي بريد اصلي طراحان ونيول او يا ووژل شول.

ولسي جرګه او مشرانو جرګه هم د دې ځوابونو په وړاندې چوپه خوله شي، معنا دا چې د امنيتي مسوولينو دلايل او خبرې د دوى د قناعت وړ وي، خبره ختمه شي تر هغو چې د شهيد سردار محمد داوود خان پر روغتون د بريد په څېر څو نورې غميزې تكرار شي او بيا له سره د امنيتي ننګونو او ګواښونو مساله د ملي شورا له تالاره په احساساتي ويناؤ بدرګه شي ا د استيضاح او استجواب خبره بېرته را توده او تكرار شي.

كه فرضاً د امنيتي مسوولينو استدلال او څرګندونې د ملي شورا د غړيو لپاره د قناعت وړ نه وي امنيتي مسوولين رد صلاحيت شي بيا هم په وضعه كې د ښه والي شونتيا ځكه نشته چې اوبه له پاسه خړې دي.

د روانو جګړو او بد امنيو اصلي لامل زموږ كمزورى او په پرديو پورې تړلى حكومت دى. جګړه پردۍ ده، تر څو دغه ستونزه حل نشي امنيتي مسوولين به د سهامي شركت د كوم اړخ تپل شوې برخه وي، كه څوك پكې د كفايت او تجربې خاوند هم وي، د روانې استخباراتې جګړې ختمول او ګټل ورته ناشوني دي.

كه ولسي جرګه او مشرانو جرګه په ريښتيا د جګړې ختمول او د سولې ټينګښت غواړي، دوى بايد په اصولي ډول عملاً له امريكا او ناټو سره د هېواد د ستراتېژيكو اړيكو په تېره د امنيتي تړون پر سر بحثونه وكړي، اصلي ستونزه دا نه ده چې زموږ امنيتي مسوولين او ځواكونه امنيت ولې نشي خوندي كولاى، اصلاً دا بايد ځواب شي چې د نړيوالې ټولنې له پوځي شتون سره ولې زموږ پر خاوره تيري كېږي او ولې جګړه دوام لري؟ پوښتنه دا ده چې ولې زموږ امنيتي ځواكونه تر اوسه دومره بې وسه او ناتوانه پاتې دي؟

كه د ملي شورا مجلسين د ولس په سترګو كې خاورې نه ور اچوي، نو د امنيتي مسوولينو پر استجواب او استيضاح دې فرصتونه نه ضايع كوي، د امنيتي تړون او ستراتېژيكو تړونونو افاديت دې روښانه كړي او هڅه دې وكړي چې د ملي اجماع له لارې د سولې يوه داسې لاره غوره شي چې هېواد مو د پردۍ جګړې له اوره را و ايستلاى شي.

دا وګورئ

د مسكو راتلونكې غونډه هم فرصت دى او هم ګواښ

په لنډه راتلونكې كې د افغانستان او سيمې د امنيتي ننګونو په اړه په مسكو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *