سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / كمزورى حكومت او په مخ كې يې پرتې ننګونې

كمزورى حكومت او په مخ كې يې پرتې ننګونې

ف، فايض

د افغان حكومت په مخ كې دا وخت بلا ننګونې پرتې دي، هم په كورنۍ كچه او هم په بهرنۍ كچه؛ خو حكومت له يوې ننګونې سره هم ګوتې نه شي ماتولاى، د دې علت دا دى چې حكومت كمزورى دى يو خو دا ده چې پخپله حكومتي مشران بې ارادې دي، بې ارادې ځكه دي چې دوى يو هم خپل استقلال نه لري، په كورنۍ كچه هم يو د بل غاړې ته ورلويدلي دي او په بهرنۍ كچه هم دوى دواړه د امريكا په مرسته څوك ارګ او څوك د سپيدار ماڼۍ ته ورسېدل، دوى كه پخپلو كې څه كوي، يو به د بل خوښې ته ګوري؛ د بېلګې په توګه دا اوس ولسمشر يواځې دا ادارې اصلاحاتو د نوي رئيس ښاغلي نادر نادري د تقرر په بدل كې اجرائيه رئيس ته څو امتيازه وركړل چې لا د نورو ګونګوسې هم دي، له دې نه معلومېږي چې ولسمشر ډېر مجبور دى او له هغو غورځو پرځو نه لويدلى چې يا به يې د انتخاباتي كمپاين پر مهال كولې او يا يې د ولسمشرۍ په لومړيو كې كولې، بس يو څو خيزه وو، ويې وهل، نور كرار د خير پر غونډې كښيناست، په غوږونو كې يې من من پنبه كېښوده چې اصلاً څه وانه وري، په سترګو كې يې هم داسې رنګه عينكې ايښي چې حقايق هغسې ونه ګوري لكه چې دي؛ يو كارهم په جديت سره نه كوي اونه يې كولاى شي. خلاصه دا چې په كورنۍ كچه يوه ملي ستراتېژي نه لري، په بهرنۍ كچه هم كومه ملي ستراتېژي چې ملي شورا پرې بحث كړى وي او پاس كړې يې وي نه لري. ولسمشر خو د كمپاين پر مهال خپله بهرنۍ پاليسي په څو مداره كې معرفي كړه، خو په لومړني مدار كې يې خپله ناكامي جوته كړه، لومړنۍ منډه يې پر پاكستان وه، خو دا چې له پاكستاني مشرانو سره يې څه وويل او يا كومې نتيجې ته سره ورسېدل، په دې اړه يې نه كوم خبري كنفرانس وركړ او نه يې ملت له خپلو اجراآتو او توافقاتو نه خبر كړ، كوم استخباراتي توافقات يې چې وكړل هغه هم غلچكي وو چې مطبوعاتو دا هر څه افشا كړل. بيا يې نو پاكستان پر ځاى پرېښود او پر نوي ډيلي يې ورمنډه كړه. دې كار پاكستان نور هم په غوسه كړ، چې لومړى لوښى دې له ماسره كېښود او بيا دې په هند ورمنډه كړه؟ په دې كې شك نشته چې افغانستان يو مستقل هېواد دى او د خپلو اړيكو په اړه خپل استقلال لري؛ خو بايد هېر نه كړو چې موږ د استقلال ترڅنګ يو لړ مجبوريتونه هم لرو؛ د بېلګې په توګه زموږ په ميليونونو مهاجرين لا تر اوسه په پاكستان كې پراته دي، له ۲۰۰۱ نه تر دا ننه (۲۰۱۷) پورې زموږ د مهاجرينو د عمومي شمېر په تناسب ډېر لږ شمېر له پاكستانه راستانه شوي دي، ان چې پنځوس سلنه هم نه دي راستانه شوي، د دې عمده علت دا دى چې زموږ بېوسه حكومت د هغوى د ستونزو د حل په برخه كې كوم مثبت ګام نه شي اخستلاى، زموږ زياتره دولتي ځمكې چور شوې؛ خو دولت د يوه غاصب ورمېږ هم مات نه كړاى شو، پر دې سربېره حكومت ورته جينګ جان هم كوي، دا ځكه چې حكومت د همغوى په لاس كې دى. حكومت د بريښنا مزي غځوي، خو يو څو زورور او څو مفتن كسان يې مخ كې ودرېږي چې نه يا دا مزي به زما د كور له مخه تېروي او نوم هم پرې ږدي «روښنايي غورځنګ» او يا به زموږ فشارونو ته ټينګېږې دا ځكه چې حكومت كمزوى دى، همدارنګه حكومت تراوسه پورې د كوچيانو او هزاره و ترمنځ ستونزه حل نه كړاى شوه؛ ځكه چې د وخت د ولسمشر دوهم مرستيال كريم خليلي ولاړ او هلته يې د خپل قوم په ننګه خيمه ووهله، حال دا چى بايد دا موضوع د يوې قومي جرګې له لارې حل كړاى شوې واى او يا محكمې ته ارجاع شوې واى چې د يوې حقوقي ادعا په حيث يې محكمې د اسنادو، شواهدو او سابقې په پام كې نيولو سره په دې باب پرېكړه كړې واى؛ خو حكومت د خپلې كمزورۍ له لامله په دې اړه هېڅ هم ونه كړاى شول، نه يې چا ته خپل حق وركړاى شواى او نه يې د ظالم لاس د مظلوم له ګرېوانه لنډ كړ.

د «حكومت» له نامه سره د «حاكميت» مفهوم تړلى دى، حكومت بايد قوي وي چې خپل حاكميت پر خلكو پلى كړي، كه چېرې حكومت كمزورى دى او په مقابل كې يې ځواكمنې ډلې دي، بيا خو حكومت د قانون د پلي كولو په لار كې هېڅ اقدام نه شي كولاى. تاسې وګورئ! همدا اوس طالبان له هغو ټولو ملاحظاتو سره چې په اړه يې عنوانېږي، په ساعتونو يا دقيقو كې يوه موضوع حل كولاى او هر چا ته خپل حق وركولاى شي، دا ځكه چې له هغوى سره هم اراده شته، هم قوت شته او هم شريعت تطبيقولاى شي؛ خو كه په دولت كې دې موضوع څارنوالۍ او محكمې ته شوه، بيا نو په كلونو كې هم نه حل كېږي، دا ولي؟ حكومت بايد پخپله دې ولې ته ځواب ووايي. زه دا نه وايم چې په طالبانو كې به بې عدالتي نه وي، واسطې به نه وي، نور مسايل به نه وي؛ خو لږ تر لږه ورسره د منازعاتو د حل اراده شته. د طالب تر كنترول لاندې سيمو خلك خپل منازعات طالبانو ته وړي او هغوى يې د حل په اړه اقدام كوي.

تاسې وګورئ، ولسمشر په څه له پاسه دوه كاله كې د خپلو سرپرستو واليانو ستونزه حل نه كړاى شوه؛ له استاد عطا سره خو يې له يو لړ پټپټانو وروسته هغه ده جوړجاړى وكړ، عطا، له عبدا… نه خپل پريكون اعلان كړ، او په راتلونكې دوره كې به اشرف غني بيا ځان كانديدوي او عطا به يې ملاتړ كوي؛ ځكه هلته يې دوستم له لاسه وركړ؛ نو د دوستم ځاى به پر عطا ډكوي. كه څه هم له حزب اسلامي سره د سولې كړي توافقات خو يې په نيمه لار كې پرېښودل او د كابل چاپ يوې رسنۍ (۸) صبح خو لا دا هم وليكل داسې ښكاري چې ولسمشر پرخپل دې اخستي ګام پښيمانه وي، دا چې حقيقت هر څه وي خو د توافقاتو د تطبيق پڅ بهير دا ښيي چې د دې توافقاتو د تطبيق په مخ كې خنډونه شته چې دا خبره هم د حكومت له كمزورۍ نه سرچينه اخلي.

نو ګورو چې حكومت هم په كورنۍ او هم په بهرنۍ كچه كمزورى دى، او كمزوى سياست چلوي. حكومت په كورنۍ كچه زورواكانو ته باج وركوي او په بهرنۍ كچه يې لا تراوسه پورې په افغانستان كې نابللي ميلمانه پر دې قانع نه كړاى شول چې لږ تر لږه د ترهګرۍ په مسأله كې زموږ دريځ په حقه دى او يا لږ تر لږه يې امريكا او نور ناټووال پر دې قانع نه كړاى شول چې په دې اړه پر حقايقو بنا څېړنه وكړي. له امريكا او ناټو سره يې امنيتي تړون لاسليك كړ؛ خو تراوسه پورې يې يوه ماده هم تطبيق نه كړاى شوه، بيا نو له دغسې تعهداتو نه څه جوړېږي؟ د دې لوزنامې په لاسليك كې حكومت له ملي شورا نه تېزه منډه اخستې وه او ملي شورا له حكومت نه. انصافاً بايد په دې اړه د حكومت ترڅنګ له ملي شورا نه هم جدي پوښتنه وشي؛ ملي شورا ولې په پټو سترګو دغه معاهده تصويب كړه. لنډه دا چې تر كومه حكومت له اوسني كمزوري حالت نه، نه وي وتلى، نه په كورنۍ كچه ترېنه د خير كومه تمه كېداى شي او نه په بهرنۍ كچه.

دا وګورئ

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

عزيز چوپان د دوو هېوادو ترمنځ سوداګري يوه عادي خبره ده، دا سوداګري د دوو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *