یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د يو سرتېري د غوښتنې ځواب: بد دې كول چې اردو ته راتلې!

د يو سرتېري د غوښتنې ځواب: بد دې كول چې اردو ته راتلې!

ليلا خرم

«بد دې كول چې اردو ته راتلې!» دا د هغه ناتوان او ناامېده ځوان له خولې څخه راوتلى روايت و چې په جګړه كې يې له ټپي كېدو وروسته، كله چې دواړه پښې يې له لاسه وركړې وې او له مسوولو چارواكو څخه يې خپل كور ته د تلو لپاره ارابه داره څوكۍ غوښته، د هغوى د ځواب په توګه رانقلاوه. ځوان چې كله دا جمله پر ژبه راوړه نو ستړې سترګې يې له اوښكو ډكې شوې او ورپسې يې وويل: «دا و زموږ د قربانيو انعام چې راكړل شو»

د خوار زاړه يو پوړيزه كوچني كور په خټين وړوكي انګړ كې يې يو څو تقريباً هم ځولي ښكلي خو مړاوي ماشومان څنګ په څنګ ناست وو او د خپل ځواب خو بې پښو پلار خبرو ته يې په مايوسۍ او حيرانۍ غوږ نيولى و.

دا د هغو صحنو تت تصوير زما په ذهن كې دى چې تقريباً يوه مياشت مخكې مې د كابل نيوز ټلويزيون د خبرونو په ترڅ كې د يو راپورتاژ په بڼه ليدلى و او هومره بده اغېزه يې را باندې وكړه چې تراوسه مې هم وخت نا وخت هغه صحنې، هغه آواز او څېرې په سترګو كې تاوېږي او غوږو كې مې انګازې كوي.

ريښتيا هم دا د يو مرموز، خطرناكه، كرغېړن او وحشتناك تحميل شوي جنګ ورځنۍ عيانه او برالا نتيجه ده چې موږ يې د يو ګنګس او روږدي ملت په توګه په داسې ناتوانۍ او بې حسۍ وينو او تر سر تېر وو چې همدا تحمل يې پخپله ډېر بوږنوونكى ښكاري.

د ملك د ارادې يو نه، بلكې دوه مديران د هرې نه، خو د ځينو ډېرو رسوا شويو جنګي پېښو، وحشتونو او كړاوونو په عكس العمل كې چې هغه هم د ډېرې ناچارۍ يوه دولتي خبرپاڼه وي هغه مرګونه او ناخوالې په كلكه وغندي او كه ډېر سخت اقدام پرې كوي نو د پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى وټاكي، داسې پلاوى چې شتون او نشتون، غږ او چوپتيا يې ټول يو شان وي. دا هر څه ولې داسې دي او تر كومه به همداسې ادامه ومومي؟

د بدبختۍ او تباهۍ، مرګونو او صبرونو او وينو ډك دې څپانده سين په مينځ ته راوستلو كې تر هر چا مخكې څوك ملامت دي؟ بهرني ځواكونه – امريكايان؟ زموږ بې همته چارواكي كه زموږ چوپ او صبور ملت؟ هغه چوپ ملت چې د لسيزو جګړو، جهادونو، مبارزو په پاى كې د خپلو غدارو مشرانو له صداقت او همدردۍ څخه مايوسه شوى، حقوق يې پايمال شوي، د خپلو مبارزو او قربانيو طبيعي ثمره يې د دسيسو او خيانتونو په توپان كې له لاسه وركړې او لاسونه يې د دوامداره جګړې له امله د اقتصادي بد روزۍ په پولادي ځنځيرونو تړل شوي دي.

واضح خبره ده چې نن د ملي يووالي ناكام حكومت د ملت درد دوا كولاى نشي ځكه مخكې له هر څه نه د دې درد د دوا كولو نيت او اراده نلري او كه يې احياناً ولري هم، نو واك اختيار او توان يې نلري، د همدې لپاره خلك د امريكا او نورو غربي هېوادونو د خيرات! راكولو په وعدو د دې مرګونې لړۍ په وړاندې صبر او تحمل ته هڅوي او دا د وژنو، چاودنو او ورانيو بهير زموږ د ورځني ژوند يوه عادي او نورماله لړۍ راته ښكاروي. هره ورځ د جنګ له ځينو ځپليو سره به د رسنيو په خولې د غم شريكۍ سر خوځول كېږي، د مرګونو او ژوبلو غندنه به په تونده لهجه كېږي او دا تلقين به خلكو ته وركول كېږي چې د دوى هېواد د تروريزم ضد جګړې تر ټولو مخكينۍ جبهه ده نو طبعاً بايد پكې همداسې حالت وي. دا د دې ملت او هېواد تقدير دى. د همدې تقدير د دوام لپاره امريكا د دې هېواد حكومت ته په كال كې څلور ميليارده ډالر وركوي او كه د جګړې دا لړۍ قطع شي نو دا ډالري مرسته به هم پر حكومت بنده شي. نو د همدې لپاره ښايي د جګړو سريال ادامه پيدا كړي. د خداى دپاره دومره ذلت؟ او دومره د وطن او هېواد له خلكو سره پرديتوب او بې دردي؟ دومره ظلم او دومره پردۍ پالنه؟ آيا زموږ په تېر تاريخ كې به هم كله د چارواكيو دومره بې رحمۍ، بې حسۍ او بې مسووليتي تېره شوې وي؟ ګومان نكوم!

افغان بې وسه ولس كه څه هم دا بهرنى حاكميت او كورنى ظلم د يو تپل شوي كړكېچن حالت په توګه ويني او دا پروګرام شوې ناخوالې پر ځان احساسوي خو لسيزو جګړو له مادي او معنوي اړخه هومره ځپلي چې نن مجبور دي د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو دپاره هر خس و خاشاك ته لاس واچوي او هر چېرته چې اوسي د هماغې سيمې له شرايطو سره سم يو كار ځان ته ومومي او زموږ په هېواد كې خو اوس بې له هغو هم د جنګي فضا په شتون كې يوازې وسله په لاس كې نيول او جنګېدل كار بلل كېداى شي او بس، نو ځوانان كه په كليو او لرې پرتو سيمو كې ژوند كوي، د مخالفو ډلو په ليكو كې درېږي تر څو خپلې كورنۍ ته د ژوند د تېرولو لپاره پيسې لاس ته راوړي او كه په ښارونو او نږدې سيمو كې اوسي نو د امنيتي ارګانونو په ليكو كې د اجرتي سرتېري په توګه ټوپك په لاس كې نيسي تر څو د امريكا له كلني كمك څخه يو څاڅكى هم د مياشتني معاش په نوم لاس ته راوړي او خپله كورنۍ پرې وچلوي چې كه چېرې د ځوانانو د عسكرۍ پروسه د پخوا په شان د پچې ختو پر بنياد واى ښكاره ده چې نن به حالت بل ډول  او د كمونيستي رژيم د وخت په شان به ځوانان له عسكرۍ په تېښته كې وو.

په دې مرموزه كرغېړنه استخباراتي جګړه كې د وطن پالنې، د خلكو ساتنې، له ديني او فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع او … هېڅ داسې ملي انګېزه نشته او شتون يې زموږ په خاوره كې د امريكايي پوځي حاكميت او د هغوى د مرموزو اډو په موجوديت كې امكان هم نلري. دا هغه ټول واقعيتونه دي چې زموږ چارواكي كه له ملت سره صادق او ريښتيني خلك واى نن ورځ به يې پرې اعتراف كاوه.

خو دا صداقت او له ملت سره نژديكت په دوى كې نشته ځكه دوى له ولس څخه پردي او د ځانګړو نړيوالو موخو د پلي كولو مامورين دي.

په دې عجيب بحراني حالت كې دا يوازې افغانان دي چې ورځ په ورځ د جګړې په دواړو اړخونو كې د مني د ونو د پاڼو په شان رژېږي، دا يوازې د ملت ځوانان دي چې له هغه اړخه او دې اړخه ويشتل كېږي، وينې يې توئېږي، ټپي كېږي، مري، هديرې ډكوي او روغتونونو كې لوېږي، معوبېږي، په ځوانه ځوانۍ كې له لاس او پښو غورځېږي. د دوى كورنۍ مور، پلار، مېرمن، خور، ورور او ماشومان د وير پر ټغر كېني او د ژوند د ناخوالو او بدمرغيو په ګرداو كې لا نور هم ډوبېږي، تاسې كه د همدې بې پښو مايوسه سرتېري د ماشومانو څېرې د ټلويزيون پر پرده ليدلې وي نو زما خبرې به تائيد كړئ!، دا د هغو زرهاو جنګ ځپليو سرتېرو د معمول برخليك يوه بېلګه وه چې كه له جګړې څخه ژوندي خو ټپي راووتل نو خپل پاتې ژوند به همدومره بې وسۍ او محروميت كې تېروي او د چارواكو له خوا به د خپل حالت په باب همداسې عكس العمل ويني لكه دې ځوان چې د ځان په باره كې له هغوى څخه روايت وكړ (پرته له يو څو نمايشي – سياسي شويو شعاري بېلګو څخه)

خو آيا دا غم لړلې اوږده كيسه به كله هم پاى ته ورسېداى شي؟ آيا موږ به وكړاى شو چې د نړيوال وحشي ځواك موخو ته د رسېدو دپاره له پيش مرګۍ او تباه كېدو څخه ځان وژغورو؟ آيا داسې يو واحد غږ به په موږ كې را اوچت شواى شي چې جنګ ته (نه) ووايي؟ آيا زموږ نوى كال به د امريكايي ځواكونو د خطرناكو اټكلونو پرخلاف زموږ د ژغورنې پر كال بدل شواى شي؟ آيا موږ به د يو ژوندي ملت په توګه له دې كړاوونو څخه د راوتلو توان ومومو؟ يوازې موږ پخپله د يوه ملت په حيث، د هېچا په مرسته نه، پرته له خداى (ج) څخه؟!

دا وګورئ

د ښاغلي كرزي نوې او پر ځاى اندېښنه!

ف، فايض په هېواد كې د امريكا او ناټو بې حد و حصره حضور بې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *