پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / د پاچا خان د ښوونیز مرکز رئیس: د پاکستان له لوري د دروازو بندول په خپله دغه هېواد ته زیان اړوي

د پاچا خان د ښوونیز مرکز رئیس: د پاکستان له لوري د دروازو بندول په خپله دغه هېواد ته زیان اړوي

په کابل او پښتونخوا کې مېشتو ځوانانو ته شعوري زده کړې ورکوو، څو د پاچا خان کړنلارې تعقیب کړي

کابل – د پاچا خان ښوونیز مرکز رئیس خادم حسین وایي، دغه ښوونیز مرکز غواړي چې په کابل او پښتونخوا کې یو شمېر ځوانانو ته د پاچا خان د کړنلارو شعوري زده کړې ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې به له ځوانانو سره لیده کاته ولري.

هغه د تورخم او چمن دروازو تړل کېدو ته په اشارې وايي چې پاکستان په دې کار سره د دواړو خواوو ولسونو د بېلولو او پر افغانستان د فشار واردولو هڅه کوي چې دا کار په خپله د پاکستان په زیان تمامېږي.

د پاچا خان ښوونیز مرکز غړې وږمه فېروز له دواړو هېوادونو غواړي، څو اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او د دواړو خواوو ولسونو د یو ځای کېدو لپاره پر مشخص میکانیزم کار وکړي.

کابل ته د پاچا خان ښوونیز مرکز د غړو سفر داسې مهال دی چې په دې وروستیو وختونو پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر ځورولو لاس پورې کړی او د دواړو خواوو ولسونو د جلا کولو هڅې یې پیل کړې دي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *