دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ملي شورا يو شمېر غړي: ايران په یو شمېر ولايتونو کې طالبانو ته سپکې او درنې وسلې وېشلې دي

د ملي شورا يو شمېر غړي: ايران په یو شمېر ولايتونو کې طالبانو ته سپکې او درنې وسلې وېشلې دي

ايران د يو لړ ځانګړو اهدافو او په افغانستان کې د جګړې د دوام په خاطر په زاهدان ښار کې نوي وسله وال روزي

د ايران دغه اقدام د راتلونکي کال د امنيت خونديتوب په مخ کې جدي ګواښ دی او افغان حکومت بايد د دې ستونزې د حل په هدف له ډيپلوماټيکو چينلونو کار واخلي(سياسي او پوځي شنونکي)

کابل – يو شمېر سرچينو خبر ورکړی چې دوې اونۍ وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري يو شمېر ولايتونو ته ټاکل شوي واليان، له ايراني چارواکو سره د خبرو اترو په هدف دې هېواد ته تللي وو او د دوی تر سفر وروسته ايران په خپل تازه اقدام کې په ميدان وردګ او غزني ولايتونو کې وسله والو طالبانو ته سپکې او درنې وسلې وېشلې دي.

د ملي شورا غړی عبدالجبار قهرمان هم تايیدوي چې ايران په افغانستان کې د جګړې د دوام په هدف، د پاکستان په څېر له وسله والو طالبانو سره ښکاره مرستې پيل کړې او په دې وروستيو کې يې دې وسله والې ډلې ته وسلې هم وېشلې دي.

په ورته مهال په ملي شورا کې د غزني ولايت استازی غلام حسین ناصري وايي چې په دې ولايتونو کې له طالبانو سره د ايران او پاکستان پرېمانه مرستو دغه ډله نوره هم پياوړې کړې ده او د دې ولايتونو ستراتيژيک اهميت ته په پام په راتلونکي کال کې د جګړې له شدت وېره لري.

د ملي يووالي حکومت مسوولینو له لوري په بهرنيو اړيکو کې د توازن نشتوالي د روسيې او ايران په ګډون د سيمې يو شمېر هېوادونه دې ته وهڅول چې له وسله والو طالبانو سره خپلې نظامي همکارۍ ډېرې کړي.

پوځي شنونکی عبدالواحد طاقت له طالبانو سره د ايران وروستيو مرستو په اشارې ټينګار کوي چې حکومت دې د پياوړو ډيپلوماټيکو چينلونو په اساس له وسله والو طالبانو سره د مرستو لړۍ تضعيفه کړي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *