یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د هلمند والي حیات الله حیات: سلګونه میله وسلې او پوځي موټر لادرکه شوي دي

د هلمند والي حیات الله حیات: سلګونه میله وسلې او پوځي موټر لادرکه شوي دي

هلمند ګاونډيو هېوادونو او يو شمېر حکومتي مسوولينو د شخصي ګټو لپاره نا امنه کړى چې پر هرې برخې يې بدې اغېزې کړې دي

لښکرګاه – د هلمند والي د دغه ولايت له اوسېدونکو له دې امله بښنه وغوښته چې په تېر يوه کال کې د امنيت د ټينګښت او د نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلى دى. حيات الله حيات دغه څرګندونې پرون د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د ١٨ دولتي ادارو او مدني ټولنو له خوا د جګړې د زيانونو، لاملونو او هغوى ته د حل لارې موندنې په موخه جوړه شوې وه. حيات وويل چې هلمند ګاونډيو هېوادونو او يو شمېر حکومتي مسوولينو د شخصي ګټو لپاره نا امنه کړى چې پر هرې برخې يې بدې اغېزې کړې دي. والي د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې په دې ولايت سلګونه ميله وسلې او پوځي موټر لادرکه شوي او په اړه يې مرکز ته هم معلومات نه دي ورکړل شوي. دغه راز په هلمند کې د قومونو او سرحدونو چارو رئیس احمد نويد نظري وويل چې روانې جګړې د دې سيمې ارزښتونه هم زيانمن کړي دي. د يادونې ده چې له تېر يو کال راهيسې د هلمند په مرکز او نورو سيمو کې دوامداره جګړې روانې دي. د همدې جګړو له امله له هلمند څخه ١٢ زره کورنۍ کډوالې شوې او د ملکي خلکو په ګډون دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم در گفتگو با تلویزیون یک: ما اسنادی را به دست آوردیم که امریکا بر سر افغانستان با پاکستان معامله کرده است

روابط افغانستان قبلاً هم با پاکستان خوب نبود ولی حالا خیلی به خرابی گراییده است ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *