سه شنبه , دسمبر 12 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / دلته بهرنيان د خپلو موخو لپاره پراته دي

دلته بهرنيان د خپلو موخو لپاره پراته دي

د سولې او نجات شورا د پنجشنبې په ورځ غونډه درلوده، د دوى د غونډې اجنډا په هېواد كې سوله او د جګړې پر ځاى سولې ته لومړيتوب وركول وو. په دې غونډه كې د حراست او ثبات شورا، حزب اسلامي او نورو ډلو او شوراګانو مهم غړي شريك وو. د بېلابېلو لوريو او ډلو د ويناوالو له خبرو دوه ټكي ډېر روښانه وو:

يو دا چې د هېواد اوسنى وضعيت ډېر خطرناك دى، كه يې چاره ونشي داسې خرابۍ ته به لاړ شي چې بيا به يې چاره ناشوني وي.

دوهم دا چې بهرني پوځونه په افغانستان كې له ضرورت پرته پراته دي، د دې خبرې اشاره دې ته وه چې همدوى د وضعې په خطرناكتوب كې لاس لري، دوى دلته زموږ نه د خپلو موخو لپاره پنډ دي.

پر دې دوو ټكيو كه ټولپوښتنه وشي ښايي تر ۹۵ سلنه زيات افغانان پرې توافق ولري. واقعيت دا دى چې د حكومت پر لاپو او دروغو تبليغاتو سربېره، هره ورځ هېواد د لويو بدمرغيو په لور ورنږدې كېږي. ډېر د بدمرغۍ ځاى دا دى چې د حكومت دواړه اړخونه د خپل واك او ظاهري كش او فش دوام هر څه بولي، دوى ته ارګ او سپيدار ماڼۍ هر څه دي، د تداركاتو غونډې او د لويو او وړوكيو كرسيو پر سر چنې ورته تر ټولو ستره بوختيا ده. په ورته وخت كې يوه لويه نړيواله لوبه روانه ده چې ستره قرباني يې افغان ولس وركوي. پر ۲۰۰۱ ز د بن د پرېكړو له مخې نړيواله ټولنه افغانستان ته له دې تعهد او ژمنو سره راغله چې دلته به نظام په پښو دروي او نور به دوى رخصتېږي. افغانستان به له نړيوالې ټولنې سره همغږى او دوست هېواد وي، خپل نظام به يې وي، خپل امنيتي ځواكونه او د ولس په خوښه او رايه جوړ حكومت به لري، نړيوال به ورسره د متقابل درناوي پر بنسټ دوستانه اړيكي لري.

خو دا دي ۱۶ كلونه وروسته اوس ښه ثابتېږي چې امريكا او ناټو افغانستان ته د خپلو خاصو موخو لپاره راغلي وو. نه په افغانستان كې پر خپلو پښو ولاړ نظام د دوى په اجنډا كې ؤ او نه يې دلته د بشپړ ثبات او سولې د ټينګېدو اراده درلوده، برعكس دوى افغانستان د خپلو بدنامو جګړو لپاره د اكمال او قوماندې د مركز په توګه غوره كړى ؤ.

له بده مرغه زموږ سياسي او حكومتي كدرونو هم يا شعوري او يا لا شعوري له امريكا سره دومره غاړه يووړه چې ملي ګټې يې پكې قربان كړې. كه خبره د ترهګرۍ د دوام وي، او يا د طالب او داعش په نامه د جګړه مارو ډلو، بيا هم په دې كرغېړنه او ناروا لوبه كې د امريكا په شمول دغه نړيواله ټولنه شامله ده چې د كور خاوند ته د غله د راتلو خبر وركوي او غله ته بيا د شوكې او داړې په لار كې مرسته كوي. واقعيت دا دى چې زموږ د ولس تر ټولو ستر ارمان سوله او د جګړې ختمېدل دي، كه ختمه نشي هېواد به مو برباد او نسلونه نسلونه د پرديو نوكران شي او يو تريخ حقيقت دا دى چې په هېواد كې پراته بهرني ځواكونه زموږ د ولس د بدمرغيو له اصلي لاملينو څخه دي.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *