پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د لندن په منځګړيتوب د افغانستان او پاكستان ترمنځ مذاكرات

د لندن په منځګړيتوب د افغانستان او پاكستان ترمنځ مذاكرات

ف، فايض

له څه مودې راسې د افغانستان او پاكستان د حكومتونو ترمنځ روابط ترينګلي دي. اصلاً د اوسني افغان حكومت او د پاكستان د حكومت ترمنځ روابط هغه مهال د لا ترينګلتيا پر خوا ولاړل چې ولسمشر اشرف غني د خپلې دندې د لوړې تر مراسمو وروسته لومړى د عمرې د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ او هلته يې له سعودي چارواكيو سره هم وكتل او تر هغې وروسته پاكستان ته ولاړ؛ د پاكستان له صدراعظم نواز شريف سره يې وكتل او تر هغې وروسته يې د پاكستان د هغه مهال له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره د هغه د كار په دفتر كې وكتل چې د ولسمشر غني دا كار د هېواد دننه د سياسي كړيو له غبرګون سره هم مخ شو. كه څه هم ولسمشر غني له جنرال شريف سره د خپلو خبرو جزئيات په ډاګه نه كړل؛ خو معلومه دا شوه چې هغه به د اختلاف ټول ټكي ورسره شاربلي او له خپلې خوا به يې د ممكنې مرستې وعده وركړې وي. غني پاكستاني لوري ته هم يو ضرب الاجل وټاكه چې بايد په دغه موده كې د پاكستاني لوري عملي اقدامات معلوم شي؛ خو پاكستان په دې برخه كې ناغېړي وكړه چې په نتيجه كې د دواړو هېوادو اړيكي يو ځل بيا د خرابېدو پر خوا ولاړل او غني بېرته له هند سره پر دوستۍ اتكا وكړه. هند چې په پيل كې يې پر غني باور كم شوى و، يو ځل بيا دا فرصت غنيمت وګاڼه او له افغانستان سره يې توده راشه درشه پيل كړه. له هند سره د افغانستان د دوستۍ په اړه د پاكستان لويه ستونزه دا ده چې نه خپله افغانستان ته د دوستۍ يو ريښتونى لاس وركوي او نه يې دا پر زړه اواريږي چې هند ورسره نژدې اړيكي ولري. زه پر دې باور يم چې كه چېرې پاكستان له افغانستان سره ريښتينې دوستي كړې واى، ښايي افغان حكومتونو هېڅكله هم د پاكستان پر دوستۍ شك نه واى كړى؛ خو چې ښكاره ګوري چې د ترهګرو ځاى او روزنځايونه هلته دي او دا كومه د انكار خبره هم نه ده بيا نو افغان حكومت هم مجبور دى چې خپلې ګټې په پام كې ونيسي. بې نظير بوټو او نصير الله بابر په وار وار پر دې حقيقت اعترافونه كړي دي چې طالبان موږ جوړ كړل؛ نو چې داسې ده بيا نو انكار ته كوم حاجت دى او دا انكار كوم ځاى نيولى شي.

همدارنګه داعش هم د پاكستان زيږنده ده چې لومړى په نورستان كې را څرګند شول، بيا په زابل، هلمند او ننګرهار كې او اوس خو يې هغه ده پښه د هېواد شمال ولايتونو ته هم وغځېده. كله چې امريكا او پاكستان وليدل چې طالب مركزي آسيا ته د امريكا او پاكستان په ګټه لار ونه كړاى شوه؛ نو داعش يې رامنځته كړ. البته دا داعش له هغه داعش سره چې په عراق او سوريه كې جنګېږي او ابوبكر بغدادي يې مشري كوي هېڅ تړاو نه لري، دا داعش له عربانو نه، نه دى تشكيل او له عراقه نه دى راغلى؛ بلكې د پاكستان له مليشو او يو شمېر قبايلي افرادو نه تشكيل شوى قوت دى چې پخوانى مشر يې حافظ سعيد په اوركزو اجنسي پورې اړوند سړى و چې ووژل شو؛ نو دا چې طالب او داعش دواړه امريكايي پروژې دي چې تطبيق يې پاكستان ته سپارل شوى په دې كې د شك هېڅ ځاى ضرورت نشته. كه پاكستان اوس هم په دې اړه د خپل انكار ناكام كوښښ كوي؛ نو دا لمر په دوو ګوټو پټولو ته پاتې كېږي چې هېڅوك يې هم ورسره نه مني. پاكستان چې د خپل تشكيل له ورځې له افغانستان سره كوم څه كړي هغه معلوم دي. په ځانګړي توګه د قبايلي سيمو په اړه چې د پاكستان باني محمد علي جناح د افغانستان د حكومت له ځانګړي استازي ډاكتر نجيب الله توروايانا سره كوم توافقات لاسليك كړي و، د هغه تر مرګ وروسته كله چې خواجه ناظم الدين واك ته ورسيد، د جناح ټول كړي توافقات يې ناليدلي وګڼل  او له افغانستان سره يې د دښمنۍ باب پرانست. په ۱۹۴۹ كې لومړنى تجاوز هم پاكستان وكړ او هغه د خوست پر مغلكۍ هوايي بمباري وه چې په لسګونو افغانان په كې شهيدان او ټپيان شول، چې په مقابل كې يې افغان صدراعظم سپهسالار شاه محمود خان د ډيورنډ كرښې الغا اعلان كړه.

هغه مهال چې مارشال ايوب خان د پاكستان ولسمشر و، پر افغانستان يې د كراچۍ لاره بنده كړه چې د هغه دا عمل د ټولو بين المللي قوانينو او نورمونو مخالف يو عمل و چې دې كار پر افغانستان ډېر فشار راووست؛ ځكه چې هغه وخت د افغانستان تجارت عمدتاً د كراچۍ پر بندر متكي وو، هغه مهال له پخواني شوروي او ايران سره د افغانستان د تجارت كچه ډېره لږه وه او له نورې دنيا سره يې تجارت د كراچۍ له لارې كېده، چې بيا د ايران پاچا رضا شاه پهلوي وساطت وكړ، د پاكستان له لوري د بهرنيو چارو وزير ذوالفقار علي بوټو د يوه پلاوي په سر كې او د افغانستان له لوري سيد قاسم رشتيا د يوه بل پلاوي په سر كې تهران ته ولاړل او تر يو لړ مذاكراتو وروسته دواړه لوري سره توافق ته ورسېدل او د كراچۍ لاره خلاصه شوه. دا اوس چې جنرال باجوه يو ځل بيا د افغانستان پر مخ د تورخم او سپين بولدك بندرونه وتړل، دا د همغه زاړه دښمنانه سياست ادامه ده.

په ۱۳۹۵-۱۲-۲۵ نېټه چې په لندن كې د انګريزانو په وساطت د افغانستان او پاكستان ترمنځ كومې خبرې شروع شوى چې د افغان لوري نماينده ګي حنيف اتمر او د پاكستاني لوري سرتاج عزيز وكړه، خبرې خو پاى ته ورسېدې؛ خو خبرو ته له يوې خوشبينۍ ور اخوا د ستونزو د دايمي حل په اړه كومه واضح پرېكړه ونه شوه، ښايي د تورخم او سپين بولدك بندرونه بالاخره خلاص شي؛ ځكه د بندرونو دا بندول له افغانستانه زيات پر پاكستان اقتصادي فشار راولي او د پاكستان حكومت بالاخره د خپل ولس له غبرګون سره هم مخ كېږي؛ خو مهمه خبره دا ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ د بې باورۍ څلي ونړول شي. زما په اند تر هغې پورې چې د ترهګرى په اړه يو ريښتينى اقدام ونه شي دا تر ايرو لاندې سكروټه هره ورځ بېرته تازه كېداى شي او د دواړو هېوادو ترمنځ بې باوري بېرته اعاده كېداى شي. زه خو وايم چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ يوه ريښتينې دوستي تر ټولو اړينه ده، په دې كې د دواړو هېوادو خير دى، سرتاج عزيز د لندن د غونډې په اړه وويل چې موږ پر افغانستان باور نه كوو او افغانستان يې پر موږ نه كوي؛ نو د يوه درېيمګړي موجوديت ضرور دى؛ خو عجيبه دا ده چې دا خبرې د يوه داسې درېيمګړي په وساطت كېږي چې د دې دواړو هېوادو ترمنځ د بې باورۍ زړى همغه ښكېلاكګر انګليس كرلى دى. كه چېرې يې د پاكستان د تشكيل پر وخت عمداً د دښمنۍ دغه زړى د دواړو ګاونډيو اسلامي هېوادو ترمنځ نه وى كرلاى، اوس به نه بې باوري واى او نه دښمني او يوه به هم د بل پر خلاف ناسم ګام نه اخستلاى.

دا وګورئ

به بهانۀ تجلیل از نودوهشتمین سالگرد استرداد استقلال کشور، باید «جغرافیای حرف» را دانست و رعایت کرد

  ف، فایض این اصطلاح، از اصطلاحات خاص معلم شهید دکتور علی شریعتی است که ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *